ايران: د کرونا وايروس له امله (۵۰) کسان وژل شوي

 

عزم (دوشنبه/ ۵ کب/ ۱۳۹۸ه.ش): وروسته تر هغه چې ايراني حکومت په دغه هېواد کې د کرونا وايروس له امله د (۱۲) کسانو د وژل کېدو وويل، اوس تازه ايراني رسنيو ويلي چې دغه شمېر له اصلي شمېرې څخه ډېر ټيټ دی.

د «ايران اينترنيشنال» په نوم خبري رسنۍ؛ د ايران په ملي شورا کې د قم ولايت استازي «احمد امير آبادي فراهاني» له قوله خبر ورکړی؛ چې تر اوسه په دغه هېواد کې شاوخوا (۵۰) کسان د کرونا وايروس له امله وژل شوي.

همداراز د ايران حکومت نن سهار ويلي وو چې د (۱۲) کسانو د مړينې تر څنګ (۴۷) تنه نور هم په دغه هلاککونکي وايروس اخته دي. خو د قم استازي؛ فراهاني ويلي چې په دغه وايروس د اخته کسانو شمېر تر (۲۵۰) هم اوښتی دی.

نوموړي پر حکومت تور لګولی چې د دغه وايروس د مخنيوي لپاره يې کافي هڅې نه دي کړې، په دې برخه پاتې راغلی.

که څه هم د ښاغلي فراهاني ادعاوې، د روغتيا وزارت چارواکو له خوا په کلکه رد شوې، خو په ايراني ولس کې يې پراخ غبرګونونه راپارولي.

په ټولنيزو رسنيو کې ځينې ايراني فعالانو په دولت تور پورې کړی چې له ولس څخه رښتيني معلومات پټوی.

همداراز ځينو رسنيو خبر ورکړی چې په ملي شورا کې د قم د خلکو استازی (احمد امير فراهاني) خپله هم په کرونا وايروس اخته شوی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button