دوحه کې د شیراټون هوټل ته په لسګونو میلمانه رسیدلي

عزم(جمعه، ۹ کب ۱۳۹۸): راپورونه وایي چې د قطر پلازمینه دوحه کې د شیراتون په نامه هغه هوټل ته چې سبا به د امریکا او طالبانو استازي په کې دوه اړخیز تړون لاسلیک کوي، د ګڼو هیوادونو استازي رسیدلي دي.
وروستي راپورونه ښیي چې د ځینو میلمنو د ښه راغلاست او د یوې غونډې د جوړولو لپاره د مرستیال طالب مشر ملابرادر اخند په مشري د طالبانو سیاسي ټیم غړي یاد هوټل ته رسیدلي دي.
منابع وایی چې د لاسلیک مراسم به سبا تر ماسپښین وروسته دوه بجې تر سره شي او له امریکا څخه په کې د خلیلزاد په مشرۍ د نوموړي د مذاکراتي ټیم ټول غړي او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ګډون کوي.
لا معلومه نه ده چې د امریکا له لوري به څوک دا تړون لاسلیکوي، خو ډیر احتمال شته چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یې لاسلیک کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button