اشرف غني: امریکا د طالب بندیانو د ازادولو واک نه لري

عزم (یکشنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۸): د ګډ حکومت مشر اشرف غني څو شیبې وړاندې په یوه خبري کنفرانس کې مفصله وینا وکړه او د بین الافغاني مذاکراتو او راتلونکي نظام په هکله یې د ارګ دریځ روښانه کړ.

اشرف غني وویل، د پنځو زرو طالب بندیانو د خوشي کولو لپاره هېڅ ډول ژمنتیا نشته، او دا خبره مو په وار وار ډاکټر خلیلزاد ته کړې، «دا مسئله د  بین الافغاني خبرو اجنډا کېدی شي، خو مخکې شرط نشي کېدای.»

په داسې حال کې چې لاهم امریکا په افغان حکومت کې ښکیله او د مشرتابه په ګډون یې ټولې کلیدي چارې تنظیموي،  اشرف غني د لومړي ځل لپاره وویل چې امریکا په افغان چارو کې واک نه لري او زیاته یې کړه چې« د بندیانو خوشې کول د افغانستان اسلامي جمهوري واک دی نه د امریکا، امریکا یواځې تسهیلوونکې او اسان‌چارې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوي تړون له مخې، راتلونکو ۱۰ ورځو کې به شاوخوا ۵ زره طالب بندیان آزادیږي او ۱۰۰۰ تنه افغان عسکر به طالبان خوشې کوي؛ د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر شیرمحمد عباس ویلي چې که د بندیانو آزادیدل ځنډیږي، د بین الافغاني خبرو پیل چې د کب ۲۰مه نیټه ټاکل شوې،  هم ځنډول کیږي.

اشرف غني د خبرو په جریان کې دغه راز وویل چې لوړه خامخا کوي او ټینګار یې وکړ چې نور څوک نه شي کولی خپله ځان ولسمشر اعلان کړي«د ولسمشر د ټاکلو مرجع معلومه ده او هېڅ‌څوک ځان ولسمشر نه‌شي ټاکلی.»
نوموړي دغه راز وویل چې بین الافغاني مذاکرات چې د طالبانو او امریکا په تړون کې له “افغان جهتونو” سره یاد شوي، د جمهوري حکومت او طالبانو ترمنځ به وي.
غني زیاته کړه چې خپل مذاکراتي پلاوي ته صلاحیتونه نه ورکوي او واکونه به یې پارلمان، یا هم لویه جرګه ټاکي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button