بلخ: نږدې ۵۰ تنه امنیتي منسوبین له طالبانو سره یوځای شوي
عزم(دوشنبه، ۱۲کب ۱۳۹۸):په داسې حال کې چې د طالبانو او امریکایي لوري ترمنځ د سولې مهمه او تاریخي توافقنامه لاسلیک شوه او ارګ په پرلپسې توګه د بین الافغاني خبرو په مخ کې د خنډ اچولو هڅې کوي، تازه د بلخ په ولایت کې په لسګونو عسکرو خپلې وسلې پر ځمکه ایښې او طالبانو ته ورغلي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، تسلیم شوي عسکر د یاد ولایت په چمتال، شولګره، زارع، دهدادي او کلدار ولسوالیو په مربوطاتو کې ورته تسلیم شوي دي.
نوموړی زیاتوي، د تسلیم شویو عسکرو او پولیسو شمیر شاوخوا ۴۷ تنو ته رسیږي چې په وینا یې« د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر او له مجاهدینو سره یوځای شول.»
طالبانو ویلي چې د دوی د جلب جذب مسئولینو د یادو عسکرو د تسلیمۍ هرکلی کړی او وروسته یې خپل عادي ژوند ته سوق کړي دي.
تر اوسه سیمیزو دولتي چارواکو په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی