ترینګلی حالت او عامه مسؤولیت!

د کب په لسمه د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ هغه تړون لاسلیک شو، چې په اساس به یې افغانستان د اشغال له سیوري وزي او یو خپلواک او اسلامي نظام به پرې حاکمېږي. دا چې اسلامي نظام څنګه نظام دی او یو اسلامي نظام باید کومې ځانګړنې ولري؟ هغه پوښتنه ده چې ټول مسلمان پرې پوهیږي.
د دې تړون له لاسلیک څخه په ملي او نړیواله کچه تود هرکلی وشو او په افغانستان کې یې د روان ناورین د مخنیوي لپاره یو مهم ګام وباله.
خو له بده مرغه په هیواد کې دننه یې ځینو مغرضو کړیو او هغه حکومتي چارواکو ټینګ مخالفت وکړ چې دا ۱۹ کاله د پردیو په لمسون او زور، پر افغانانو مسلط ول/دي او اوس نه غواړي د دغه بحران په ختمېدا خپلې فردي ګټي له لاسه ورکړي. دوی په دې کار سره وښودله چې د سیمټي دیوالونو تر شا بې خبره ځوانانو ته د جګړې روحیه ورکوي او ورته وايي چې موږ مو تر شا ولاړ یو. دې چارې په افغانستان کې د یوه نوي بحران د زېږېدو زېری ورکړ او که چیرته خدای مه کړه د دموکراسي پلویان، سیکولران او د واک تږي همدغه ډول خپل پروپاګند او عامه غولونې ته ادامه ورکړي او ملت یې ورسره ومني، لرې نه ده چې یو لوی بحران او ناورین به رامنځته شي. چې بیا به یې قیمت افغانان پرې کوي او دغه ښاغلي به په بهرنیو هیوادونو کې له خپلو اولادونو سره مزې و چړچې کوي.
نو دا چې یو ترینګلی حالت رامنځته کېدونکی دی، ویښ افغانان باید څه وکړي؟ د دوی مسؤولیت څه دی او څرنګه باید د یاد بحران مخنیوی وکړي؟
زما په نظر ټول هغه ویښ خلک چې حقیقي افغانان او مسلمان دي او ځانونه د افغانانو غمخواره معرفي کوي، باید سر له اوسه د هغه چا په وړاندې چې پر افغانانو پردۍ مفکورې تحمیلوي او د دموکراسۍ، بشر او ښځو حقونو او ورته نورو شعارونو سره ملت غولوي او د اسلامي نظام مخالفت ته خلک رابولي، ټینګه مبارزه پیل او د دوی له فکري یرغل څخه عام افغانان وژغوري. دوی باید په منطقي ډول د دغه کسانو منفي تبلیغاتو ته ځوابونه ورکړي او پرېنږدي، ترڅو نوي ځوانان خدای مکړه له حقیقي لاري منحرف کړي.
ځکه که چیرته خدای مکړه یو نوی بحران د همدغه کسانو په لمسون پیل شو، ټول مسؤولیت یې موږ او تاسو ته متوجه کېږي. ځکه موږ به خپل اسلامي او افغاني رسالت نه وي ترسره کړی او د منفي او منفورو افکارو د خپرېدو مخنیوی به مو نه وي کړی.
نو راځئ د دې پر ځای چې د اسلام او افغانانو دښمنان زموږ پر مقدساتو تیری وکړي، موږ عامه اذهان د دوی له اسلام ضد کړنو څخه اګاه او ورته روښانه کړو، چې زموږ هوسايي په اسلامي ارشاداتو کې نغښتې او باید په ټینګ عزم یې له دښمنانو سره پرېکړون اعلان کړو.
درنښت

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button