افغانستان کې به جګړه کله ختمیږي…!؟

افغانستان کې به جګړه کله ختمیږي…!؟

لیکنه: موسی فرهاد

د دوحې له تړون سره هم مهاله په افغانستان کې د اورکم اونۍ هم پای ته ورسیده او طالبانو یوځل بیا خپل بریدونه له سره پیل کړل. په یو شمېر ولایاتو کې یې د دولتي ځواکونو پر مراکزو حملې وکړي.
له دې سره د کابل حکومت ځینو لوړ پوړو چارواکو او پرسوشل میډیا د دوی د پلویانو لخوا اعتراضونه شروع شول چې اوس نو د جهاد لپاره کومه توجیه نسته، باید چې طالبان له جګړې لاس ونیسي.

ظاهراً دا خبره سمه ښکاري چې ګویا بهرنیان خو هسي هم د معاهدې له مخي نور دا وطن پریږدي؛ نو افغانان له افغانانو سره، چې دواړه لوري مسلمانان دي؛ ولي له یو وبل سره جنګیږي؟

د دې لپاره خو به اسلامي امارت، چې یو سوچه دیني قشر دی او رهبري یې هم د هیواد د جیدو دینی علماؤ په لاس کې ده؛ قضا او افتا یې هم مکمله د قرآن او سنت له مخي وي؛ هغوی به یقیناً چې مکمله شرعي تګلاره او شرعي توجیه ورته لري، ځکه چې د اسلامي امارت عملي او فکري سیاست ټول د دیني آساساتو پر بنا دی، هیڅکله یې داسي اقدام نه کړی او نه به یې وکړي چې شرعي اړخ یې ناقص وي. دا خو بیله مسئله شوه.

مګر زه غواړم چې په دې لنډکۍ مقاله کې د خپل اند له مخي څو وجوهات په ګوته کړم چې د دې جګړې د دوام لامل ګڼل کیدای شي، او د حل لاره یې هم له خپله انده وړاندي کوم.

د جګړې لامل:

— لومړی، تر ۲۰۰۱م کال وړاندي د طالبانو جهاد د شروفساد، انارشیزم، هرج ومرج، ملوک الطوایفي او ګډوډي پرضد پیل شوی و، چې فتوا یې متفقه د علماؤ لخوا ورکول شوي وه. خو تر ۲۰۰۱ کال وروسته د بهرنیو کفارو د یرغل له امله د دې جهاد شرعي صبغه نوره هم غښتلې شوه او حتی د فرض عین درجې ته ورسید.

خو دلته یو ضعیف دلیل د کورنیو همکارانو په اړه موجود و چې ګویا دوی پخپله خوښه نه، بلکي د مجبوریت له مخي د کفارو مرستې ته اړکړل شوي، مګر کله چې د اشرفغني په مشرۍ په ۲۰۱۴ کال کې د امنیتي تړون کوم سند له امریکا او ناټو سره لاسلیک شو، دلته نو د علماؤ په قول د جهاد په حکم کې کورنيو او بهرنيو عسکرو بلکل یو شان حکم پیدا کړ. هیڅ چا په کي شک او تردد نه درلود.

دا چې اوس بهرنیانو له طالبانو سره ومنله چې په یوکال دننه کې به وزي؛ خو کورني عسکر او د هغوی مشران ټینګار کوي، چې د امریکا او ناټو همغه شوی تړون اوس هم پرځای پاتی دی، حتی چې په قطر کې د معاهدې د لاسلیک پرمهال د ناټو مشر او د امریکا دفاع وزیر کابل ته راغلل، د کابل حکومت اعلان وکړ چې له موږ سره یې کړې ژمنه تازه کړه. چې ګواکي کورنی حکومت به مکمل د بهرنیو یرغلګرو په همغږي کې پاتي وي، هغوی به ورته تسلیحاتي او مالي مرستي ورکوي، دوی به یې هغه ورکړل شوې برنامې په افغانستان کې عملي کوي، او د طالبانو په وړاندي به جنګیږي.

نو دا ډول اعلان بیرته د حکومتي چارواکو هغه ادعا باطلوي چې وایی نور د دوی په وړاندي د جهاد لپاره توجیه نشته، بلکي طبعي خبره ده چې په مقابل کې به یې د جهاد همغه مخکنی حکم ژوندی پاتي وي.

ګورئ که له یوې خوا بهرنیان له طالبانو سره د افغانستان پریښودلو تړون امضا کوي، خو له بلي خوا د کابل حکومت اعلان کوي چې له طالبانو سره په دې شرط خبرو ته تیار دی چې د ارګ شرایط ومني او اتلس کلنو لاس ته راوړني تسلیم کړي. مطلب دا چې اشغالګر که څه هم تللي وي، خو برنامه به یې بیا هم طالبان په پټو سترګو مني، له هغه وروسته به ارګ ورسره خبري کوي.

چارواکي دې ته تیار نه دي چې د افغانانو په حیثیت له نورو افغانانو سره یوځای له طالبانو سره خبرو ته کښیني، دې ته حاضر نه دی چې د طالبانو اسیران له زندانه پریږدي، دې ته حاضر نه دی چې د امریکایی اشغال په سیوري کې جوړ سوی نامشروع قانون دې تبدیل شي، دې ته اماده نه دی چې د بهرنیانو لخوا را وړل شوی بربنډ غربي کلچر (چې دوی یې د ارزښتونو او ۱۸کلن دست آورد په نامه یادوي؛) هغه ته تغیر ورکړل شي، دې ته جوړ نه دی، چې د خودسره قطعاتو ( ۰۱۰۲۰۳۰۴) قومنده بیا هم د سي آی اې له مستقیمي قومندانۍ رابېله شي، ځکه چې بیا یې تسلیحاتي او مالي اکمالات قطع کیږي، او داسي نور ډېر موارد….

نو کله چې د کابل اداره د دوحې له تړون وروسته بیا هم ځان هیڅکله له اشغالګرو څخه جدا نه ګڼي؛ علی الاعلان برائت نه ورڅخه اعلانوي، خپل سیستم او خپل عسکر په کامله توګه په افغان ټولنه کې منحل کول نه غواړي، له اشغالګرو سره بیا هم په هره برخه کې ځان تړلی ګڼي، (حتی دا وړمه ورځ چې ځینو سیمو کې د طالبانو د بریدونو راپورونه ورکول شول، په کابل کې جنرال سکاټ میلر وویل چې که طالبانو بریدونه ونه دروي موږ به د افغان ځواکونو ترڅنګ ولاړ یو او بمبارونه به مو ادامه پیدا کوي.) نو په داسي ضدونقیض موقف خپلولو سره د کابل چارواکي پخپله هغه ادعا باطله ګرځوي چې وایی اوس د دوی پرضد جهاد شرعي دلیل نلري.

حلـلاره:

خو که چیري داسي وشي، چې د کابل حکومت چارواکي لږ سنجیده فکر وکړي، او د سولې لپاره دا رامنځ ته شوی فرصت ضایع نکړي، بلکي له امریکا او ناټو سره شوی تړون له خپله طرفه لغوه اعلان کړي، افغان ځواکونو ته د افغانانو په وړاندي د جګړې نه کولو امر وکړي، زرګونه بندیان چې بهرنیان به یې هسي هم آزادوي؛ دوی یې له خپله طرفه د ښه نیت له مخي آزاد کړي، د ملي امنیت په چوکاټ کې د سي آی ایې لخوا د کنټرولیدونکو ملیشه یی قطعاتو (صفر1،2،3، پلان او پلان… د دې ټولو) کنیکشن له بهرنیانو را پری کړي، موجوده سیستم پرخپل ځای، خو چارواکي له خپلي څوکۍ څخه د لري کیدلو هوډ څرګند کړي، او د ټولو افغان جهتونو په ګډون په مخلصانه ډول، پرته له قید وشرط له طالبانو سره هر اړخیزي ملي مصالحې ته غاړه کیږدي؛ د دې سل سلنه ناکام جمهوری سیستم پرځای پر یو خپلواک اسلامي نظام راضي شي؛ زه باور لرم چې په همغه شیبه به په افغانستان کې د جګړې اور مړ شي او بیا به طالبان هیڅکله زړه ښه نه کړي چې پر افغان عسکر ډز وکړي. او نه به یې بیا څوک دا کار توجیه کړي او نه به یې ملاتړ وکړي.

او دا هیڅ ګران کار نه دی چې د کابل چارواکي دي شي ته غاړه کيږدي، ځکه چې د موجوده رژیم چارواکو کې هم ډېر محدود شمیر خلک دي، چې د افغانستان د مکملي خپلواکۍ د ترلاسه کولو، د جګړې د پای ته رسولو، د سولې او ثبات د تلپاتي راتګ په لاره کې دي خنډ وي؛ نو هغوی باید پوه شي چې دا د ټول ولس ارمان دی، نه باید چې یوه وړه ډله یې په وړاندي خنډ وګرځي.

ځکه افغانستان اوس په داسي یوه تاریخي شیبه کې قرار لري چې د طالبانو په رهبرۍ افغان ولس په ډېر معجزانه ډول، په انتهایی شدیدو قربانیو د نړۍ له زبرځواک امریکا او ۴۸ نظامي ائتلافیانو نه د مکملي خپلواکۍ اخیستلو په درشل کي دی. او د یو همه شموله جامع اسلامي نظام د انتظار شیبي شمیري.

نو زه فکر نه کوم چې د موجوده رژیم چارواکو ته دې شوني وي چې له همدې ناسم موقف سره سره دې د ټول ملت د ارمان په وړاندي ودریږي.

دغه چارواکي که څه هم ظاهراً د جمهوريت، دمکراسۍ او ۱۸کلنو لاس ته راوړنو د دفاع خبره کوي، خو حقیقت دا دی، هغه څه چې دوی یې دفاع کوي؛ ترهر چا زیات نقصان همدوی ورته رسولی. جمهوریت که رښتیا همدغه شی وي؛ چې په یوه کابل کې دې دوه حکومتونه وي او یا یو حکومت خو دوه سره دې ولري؛ دا شی خو واقعاً یوه منحوسه پدیده او بد ترین انارشیزم دی، نه په نړۍ کې کوم بازار لري او نه یې افغان ولس خریدار دی. بلکي دا ۱۸کاله خو د دمکراسۍ له همدغې بدي نسخې نه دا ولس کړیږي. لنډه دا چې جګړه به هله ختمیږي چې د موجوده رژیم چارواکي له خپل ضدي دریځه تیر او پریو خپلواک سپیڅلي اسلامي نظام باور څرګند کړي.

پای ……..!
موسی فرهاد
2020/ مارچ / 4

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button