پر طالبانو د امریکا هوايي برید د تړون ”صریح نقض“ دی – د روسیې استازی

عزم (چار‌شنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۸): د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي چې په هلمند کې پر طالبانو باندې د امریکايي ځواکونو هوايي برید د شوې هوکړې ”صریح نقض“ دی.

د ټاس اژانس د خبر له مخې، کابلوف ویلي، دا د تړون نقض دی ځکه متحده ایالات او طالبان دواړو پر یو بل د بریدونو نه کولو ژمنه کړې ده. ”طالبانو پر امریکایانو یا نورو بهرنیو ځواکونو باندې برید نه و کړی. که متحده ایالاتو کړی وي، په څرګنده یې هوکړه نقض کړې ده“.

د یادونې وړ ده، نن چارشنبه امریکايي ځواکونو د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې پر طالبانو باندې د دولتي سرتېرو په دفاع کې هوايي برید وکړ.

په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان ویلي چې دوی به د اړتیا په صورت کې له دولتي سرتېرو خپل هوايي ملاتړ ته دوام ورکړي. سکاټ میلر همداراز ویلي، که طالبان خپل بریدونه کم نه کړي، د هوکړې پر ځای پاتې کېدل به سخت وي.

د تیرې فبروري میاشتې په ۲۹تمه د طالبانو او امریکا د تړون تر لاسلیک وروسته، طالبانو د کب له ۱۲مې راهیسې، یو ځل بیا په هېواد کې د کابل حکومت د ځواکونو پر ضد عملیات بېرته پیل کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button