پکتیا کې د پیازو ساتلو ۲۰زېرمې جوړې شوي

عزم(پنج‌شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۸ل): د پکتیا د کرنې رئیس محمدالدین مومند وايي، په پکتیا کې یې د پیازو ساتلو ۲۰زېرمې جوړې کړي، چې هره یوه زېرمه یې د ۲۰مټرېک ټنو پیازو ساتلو وړتیا لري.

د مومند په خبره، د پیازو د یادو زېرمو د جوړولو ټولیز لګښت څلور مېلیونه او ۸۵۰ زره افغانۍ دی، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ ددې ولایت په څمکنیو او ډنډپټان ولسوالۍ کې جوړې شوي دي او د پیازو جوړې شوي زېرمې هر یوه یې د ۲۰مټریک ټنو پیازو د ساتلو وړتیا لري، چې ۱۰ یې د څمکنیو او ۱۰ نورې یې د پټان په ولسوالۍ کې جوړې شوي دي.

دی زیاتوي، د پيازو د سړو خونو په جوړولو سره به د بزګرانو ستونزې هوارېږي او کال دوولس میاشتې به په مارکېټونو کې پیاز په مناسبه بیه وموندل شي.

د ډنډپټان او څمکنیو ولسوالیو بزګرانو خوښي ښودلې، چې له دې وروسته به پیاز په ارزانه بیه نه پلوري او اوس کولی شي چې خپل پیاز تر میاشتو ـ میاشتو په سړو خونو کې وساتي.

د هېواد په ګڼو ولایتونو کې هر کال زرګونه ټنه د پیازو حاصلات راټولېږي، چې د سړو خونو د نشتوالي له امله خرابېږي او یا یې بزګران په کمه بیه پلوري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button