محمده! عسايت ومنه!! – د توبې په اړه د يو ځوان خوندوره کيسه

استاد حامد افغان

محمد الوتکې ته وخوت، چوکۍ کې کېناست، د ځان ساتنې پټۍ یې وتړله، دی ډېر قوي او پیاوړی ځوان و، ډېره ښایسته او خوږه ځواني یې لرله، له دې سره له دین او دیندارۍ هم لېري و! الوتکه چې والوتله، دی په چورتونو کې غرق شو.

محمد امريکا ته والوت، لاره کې له خپلو رنګینو خوبونو سره بوخت و، چې هلته به شراب او کباب وهم، نڅاځایونو ته به ځم، هلته به سرې او سپینې ښایسته نجونه ګورم او … لاره یې ټوله په دې مستانه فکرونو او د عشق او معشوقو په اړه اندېښنو سره لنډه کړه.

امريکا ته ورسید، کور یې ونیو، خپل سامان یې ځای پر ځای کړ، یو بل لور ته یې ملګرو ته موبايل وکړ، لنډه دا چې شپه به یې ویښه تېروله او د ورځې به تر ماښامه ویده و، په دې وخت کې يې څو ځله اذان غوږونو ته ورسید، خو ده داسې نه انګیرله چې دا اواز د ده لپاره ده، ځکه دی خو مسلمان دی. ډېر وخت یې په دې مستۍ او غفلتونو کې تېر کړ، په ځان او جهان نه و خبر…

محمد وایي ژوند مې په دې طریقه روان و، ترڅو هغه شپه راورسیدله چې زه هغه نڅاځای ته ننوتلم، هغه له ښایسته نجونو ډکه وه، ما هم ګيلاس … راوغوښت، ورو ورو مې غوړپوه. زه ښه پوهیدلم چې الله تعالی شراب حرام کړي دي، دا کار لویه ګناه ده، خو زما غرور، شهوت او غفلت دا هر څه رانه هېر کړي و.

… چې کتل مې له لېري یوه سخته ښایسته او ځوانه نجلۍ زما لور ته ورو ورو راروانه وه، سترګې یې له مینې او مستۍ ډکې وې … ښه رانږدې شوه، لاس یې راوغځوه او څنګ ته مې کېنستله! زه دا مهال هم پوهیدلم چې ګناه کوم او د الله تعالی په مخالفت بوخت یم، خو دا خبرې مې هسې په خیال کې الوتلې رالوتلې، د زړه تل ته مې نه لوېدلې.

هغه نجلۍ د نورو په څېر نه وه، له نورو بدله وه، خو ډېره ښایسته وه، له څېرې یې معلومیدله چې عربه وه، چې ناڅاپه یې ګوډه ماته عربي راپیل کړه! ول ته عرب یې؟ مال هو، ول زه هم عربه یم، دلته امریکا کې زیږیدلې یم او امریکایي تابعیت لرم.

زما نه یې زما د نوم پوښتنه وکړه، مال زه محمد نومیږم، ول دا نوم ما ته خوند نه راکوي … مال ولې؟! ول زه نصرانۍ یم، ناڅاپه یې بدن رانه ازاد کړ! زه پوه شوم چې هغه له اسلامه کرکه لري، خو دې خبرو پر ما اغېز نه کوه، ځکه زما زړه له شهوتونو ډک او د غفلت په تورو کرغېړنو پردو کې نغښتی و. زه هغې ته موسکی شوم او موضوع مې واړوله.

هغې ته مې وویل: تا ته نڅا خوند درکوي؟ ول هوکې، نو سره پورته شوو، اوږده موده مو نڅا وکړه، ښه ډېر وخت تېر شو، اخیر مې هغې ته وویل چې زما سره زما کره ولاړه شه … خو هغې ونه منله، دا غوښتنه مې هغې ته بیا بیا تکراروله خو هغې دا خبره نه راسره منله… او په شدت سره یې انکار کوه.

د شپې چې کور ته راغلم هغه ښایسته مې له زړه نه وتله، د هغې یاد ورو ورو زورول پیل کړل، بله شپه هم تېره شوه او ورپسې نورې هم … خو زما زړه هغې پورې وتړل شو، چې په لیدلو به یې ارام او په غیاب به یې دردمن و.

بله شپه مې هغې سره د نڅا په مهال هغې ته په ټینګار سره وویل چې نن شپه زما کره راسره ولاړه شه، هغې راته کړه: زه درسره ځم خو په یوه شرط … جيب ته یې لاس دننه کړ، ول هغه شرط دا دی چې دا… واغوندې؟! زه د شوق او شهوت څپو اخیستی وم، مال ژر وایه څه واغوندم؟! له جيب نه یې نری ځنځیر راوایست، د هغه منځ کې کوچنی “صلیب” و، ول دا په غاړه کړه…

زه له بېخي عجیبه حالت سره مخامخ شوم … ان د حیرانتیا مجسمه پاتي شوم، د ځان کنترولولو هڅه مې وکړه، له ځانه سره مې کړه چې هو، زه به ګناهګار یم، زه لمونځ نه کوم، پلار او کورنۍ مې هم دا ډېر وخت نه دي لیدلې، زه ډېر وحشي شوی یم، زه د بغاوت او حیوانیت اوج ته رسیدلی یم، خو له دې هرڅه سره بیا هم مسلمان یم.

خو د هغې مینه له هرڅه زیاته وه، په بیړه مې ځنځیر راواخیست، په غاړه مې کړ … د یوه بندي او د یوه مظلوم په څېر د هغې مخته ودریدلم، موسکا مې هم پر شونډو وه … هغې په تعجب راته وویل: واااه ! دا څومره ښایسته درسره ښکاري! دا زما له خوا تا ته ډالۍ شوه، خو ګوره چې هرځل زما سره وینې دا دې باید په غاړه وي.

له دې ښایستو سره مې شپې ورځې تېریدلې، هغه د شیطان لور ډېره ښایسته او ډېره خوږه وه او شیطان لا راته ښایسته کوله. د وخت په تېریدا هغه زما په نظر کې لاښایسته کیدله، یوه داسې شپه هم راغله چې هغې زما سره له تګ نه انکار وکړ! ما ډېرې هڅې وکړې، مختلفې لارې چارې مې ورته جوړې کړې خو ناکام شوم او هیڅ یې نه منله، مال لامل څه دی ولې نه راسره ځې؟! ول سپینه به یې درته ووایم محمده! چې عیسایت ونه منې زما و ستا يارانه ختمه بوله!!

یا الله! دا څه اورم!! د هغې دا خبره مې پر زړه لکه تندر داسې ولګیدله، مال دا هیڅ امکان نه لري. هغې راته کړه نو له نن وروسته زما یارانه غځول هم ناشونې وبوله. په دې حالت کې شیطان پر ما خندل، راته کړه یې: ورسره ومنه، ورته وا موافق یم، هیڅ ستونزه نشته، کفر غوره کړه، دا ښایسته به دې ټول عمر خوشاله لري…

دا شپه په عجیب کشمکش کې تېره شوه، سبا مې چې هغه وليدله زما له بده شامته بېخي خوږه او ډېره ښایسته راباندې ولګیدله! رانږدې شوه … هو ښه رانږدې شوه، ورو یې راته وویل: څومره سخت زړی یې، د کاڼي زړه لرې، زما سره مینه وپاله… د هغې دې خبرو ساحرانه اغېز پیل کړ، زړه مې د مینې او شوق څپو په سر واخیست … مال څه وکړم؟! ول عیسایت ومنه … چې دا کار وکړې زه تیاره یم واده درسره وکړم!

دلته مې د ایمان او ګروهې ټولې مراندې سستې شوې، هرڅه مې هېر شول، ان دا مې هم هېر شو چې زما نوم محمد دی! محمد د الله د سپېڅلي استازي محمد صلی لله علیه وسلم نوم! پلار مې له یاده ووت، هغه چې زه به یې سهار وختي پاڅولم او له ځان سره به یې جومات ته بیولم، هغه مورکۍ مې هم هېره شوه چې زه به یې کله لیږ کوږ او ګناه ته نږدې ولیدلم نو د هدایت دعاګانې به یې راته پیل کړې. لنډه دا چې هرڅه رانه هېر شول او زه د هوا او هوس غلام وکرځیدلم.

له هغې سره روان شوم … د لومړي ځل لپاره کلیسا ته ننوتلم، سر مې وخرېیه او عیسایت مې ومانه (العیاذ بالله) ډېر ځنډ ونه وت چې ځان ته متوجه شوم، له ځان سره مې کړه: په اسلام کې له دومره وخت تېرولو وروسته اوس کافر شوم!! اوس زه کفر ته ننوتلم؟! آخرت کې به مې سزا څه وي؟! د جهنم لمبې او هغه هم د تل لپاره …

یا الله! زه خو به ستا نه وېریدم، هغه وېره څه شوه؟! زما عزت او له دین سره زما مینه څه شوه؟! یعني دا هرڅه ختم شول؟! په منډه له کلیسا راووتلم، لکه لیونی، په تېزي سره مې ځان خپل کور ته ورسوه، اوتر او بدحاله روان وم، له ځان سره مې کړه: محمده! تا څه وکړل؟! رښتیا د محمد دین دې پرېښود؟!!!

خپل کورته ننوتلم، دروازه مې وتړله، په ژړا شوم، ښه ډېر او په چیغو چیغو مې وژړل … شیطان بیا راغی، خپل کار یې پیل کړ، ول محمده! بېرته نه شې ګرځيدلی ولاړې سور کافر شوې … په همدې کفر به مرې! او سرو لمبو ته به د تل لپاره ځې…

شیطان مې په لا حول… او اعوذ بالله … سره وشاړه، په ذهن مې د کشرتوب او تنکۍ ځوانۍ مهال نوراني یادونه راواوریدل، نیکه مې رایاد شو چې اذانونه به یې کول، هغه زما د تلاوت قرانکریم رایاد شو، هغه زما ګران نېک صالح ملګری رایاد شو چې راته ویل به یې: ګوره محمده! کوښښ کوه چې د ژوند خاتمه دې په ایمان شي.

له ځانه سره مې ډېر وژړل، الله ته مې په لپو لپو اوښکې تویه کړې، زارۍ مې ورته وکړې چې یا الله! ما ژر مه وژنې … ما ته دومره ژوند راکړې چې بېرته اسلام ته وګرځم… بېرته قران ته وګرځم، تا ته دروګرځم یا الله!

حمام ته ننوتلم، د صلیب ځنځیر مې له غاړې راوایست، په کموډ کې مې واچوه، غسل مې وکړ، ځان مې پاک کړ او راووتلم. داسې مې احساسوله چې د ګناهونو دروند پېټی مې سپک شو. د اوښکو باران مې له سترګو روان و او په لوړ غږ مې وویل: أشهد أن لااا إله إلا الله ، وأشهد أن سيدنا محمد رسول الله.

یا الله! دا څومره خوږې کلمې دي! دا خو د بریا کیلي ده، څښتنه! زه بېرته درګرځم، زه بېرته لمونځ او ټول عبادتونه په مینه پیل کوم، روژه نیسم، مور و پلار او خپلوان خوشالوم، هر څه چې ستا خوښ یې هغه به کوم او ستا ناخوښ کارونه به هیڅکله نه کوم.

سبا مې خپل هیواد ته د تګ پرېکړه وکړه، سهار وختي الوتکه کې د خپل هیواد لورته والوتم، هوایي ډګر کې چې ښکته شوم لومړی اواز مې د اذان واورید، بې ارادې مې اوښکې له سترګو روانې شوې، دې پوښتنې سخت زورولم چې الله تعالی به بښنه راته وکړي که نه؟!

کور ته ولاړم، مور ته ورغلم، د هغې غېږې ته ورولویدم، په ژړا مې پیل وکړ، د هغې له مینې ډکې غېږ کې مې د ماشوم په څېر سلګۍ ووهلې، ښه ډېر مې وژړل … مورکۍ ته مې په سلګیو کې ویل: مورجانې! توبه مې ده، زه بیا د الله تعالی نافرماني نه کوم. ما وبښه مورې! زه به ستا نافرماني هم ونه کړم. مورکۍ مې غېږه کې ورټینګ کړم … ول زویه! له الله نه ووېریږه، د هغه تقوی غوره کړه. او هغه ته توبه ګار شه. هغه مهربانه او بښونکی دی.

محمد په رښتیا توبه وایستله، عبادت یې پیل کړ او د زړه له اخلاصه یې الله تعالی ته مخ کړ. کله به یې چې دا حالت وریاد شو په ژړا به شو او ښه ډېر به یې وژړل، یو ماخستن یې مور کوټې ته ورنږدې شوه، د محمد ژړا، دعاګانې او زارۍ یې واوریدلې، سهار به یې د هغه د ذکر او تلاوت غږ اوریده.

یوه ورځ سهار محمد لیږ ناوخته شو، مور یې کوټې ته ورننوتله، چې ویښ یې کړي، دروازه یې خلاصه کړه، په سپوږمو یې خوږ بوی ولګیده، چې دومره خوږ بوی یې چرته هم نه و لیدلی! کوټه کې تیاره وه، د مور لید یې هم کمزوری و، دې فکر کوه چې محمد به په کټ کې پروت وي، په کټ یې لاس وواهه، وروسته یې پام شو چې هغه پر ځمکه په سجده پروت دی.

ورنږدې شوه، په ځېر ځېر یې ورته وکتل، ورو یې غږ پرې وکړ، محمده! زویه، پاڅه د لمانځه وخت دی، خو هغه ځواب ورنه کړ، مور یې ورنږدې شوه، هغه حرکت نه کوه. مور یې لاس پرې کېښود او هغه په څنګ ړنګ شو!! د هغې زړه ته نه لوېدله چې محمد دې مړ وي…

وروسته چې يقيني شوه هغه ساه خپل رب ته سپارلې ده؛ له سترګو یې اوښکې روانې شوې او نارې یې کړې، وه زامنو! هلئ په منډه راشئ، محمد وفات شوی دی! هغوی راغلل، رښتیا هم محمد وفات شوی و، مور یې په مرګ سخته خپه شوه خو په دې ډېره خوشاله وه چې الله تعالی محمد له بدې خاتمې وژغوره او ښه خاتمه یې نصیب شوه.

 

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button