کابل کې د عبدالعلي مزاري په تلین غونډه برید شوی دی

عزم(جمعه، ۱۶ کب ۱۳۹۸): کابل کې د عبدالعلي مزاري د پنځه ویشتم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډه باندې برید شوی چې د ډزو سربیره د چاودنو غږونه هم اوریدل شوي.

دغه برید او چاودنې څو شیبې وړاندې هغه مهال شوي چې غونډې ته کریم خلیلي وینا کوله، د برید له امله د هغه وینا هم پرې شوه.

عیني شاهدان وایي چې د پیښې ځای ته نږدې یو کور ته برید کوونکي ننوتلي او له هغه ځایه یې پر غونډه برید کړی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ د برید پخلی کوي، خو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

غونډه کې اجرائیه رئیس عبدالله، محمد محقق، کریم خلیلي، صلاح الدین رباني، باتور دوستم او یو شمیر نورو لوړپوړو چارواکو برخه اخیستې وه.

تر اوسه د برید پړه چا نده منلې، طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې برید دوی پورې اړه نه لري او دوی نده کړی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button