خلیلزاد او غني د مذاکراتي ټیم پر جوړښت خبرې کړې

 

عزم(شنبه، ۱۷ کب ۱۳۹۸): په داسې حال کې چې لا هم د کابل حکومت چارواکي او سیاسي اپوزیسیون له طالبانو سره د خبرو کولو پر ټیم نه دي سلا شوي، تازه له ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رئیس اشرف غني تیره ورځ ماښام مهال له ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په همدې تړاو په ارګ کې کتلي دي.

ارګ وایي،« په دې کتنه کې، دواړو لوریو د سولې پروسې د راتلونکو ګامونو او تیاریو او همداراز د طالبانو ډلې سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي ټیم د مذاکراتو پیل په اړه بحث وکړ.»

د اشرف غني او خلیلزاد لیدنه وروسته تر هغه کیږي چې څو ورځې وړاندې د والسټریټ ژورنال په نامه یوې امریکایي ورځپاڼې خبر ورکړی وه چې ګواکې اشرف غني له خلیلزاد سره له لیدنې نټه کړې، خو د ارګ ویاند بیا دا خبر بې اساسه بللی وه او رد کړی یې وه.
بلخوا بیا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټویټري پیغام کې ویلي«که د توافقنامې له محتوی سره سم عمل وشي او بندیان آزاد شي، اسلامي امارت د حوت په ۲۰ چې د مارچ ۱۰ کیږي بین الافغاني مذاکراتو ته تیار دی. زموږ مذاکراتي ټیم آماده او اجنډا مو تیاره ده او د شوي توافق سره سم پر مخ ځو که یاد مذاکرات له پورته نېټې نه وځنډیږي پړه یې د نورو په غاړه ده»

په همهاله توګه تازه د فرانسې خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د امریکا ولسمشر دونلډ ټرمپ ویلي له افغانستانه د امریکا له وتلو سره شونې ده چې طالبانو واک ترلاسه کړي.
خو د اشرف غني فرهنګي سلاکار او پخواني ویاند شاه حسین مرتضوي بیا ویلي چې قدرت ته د طالبانو ستنیدنه محاله ده..

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button