اذان کې د(فيسبوک)په يادولو مؤذن له دندې لرې کړای شو

820153124315463

قاهره(عزم:چهارشنبه،۱۱وږی،۹۴ل) د مصرد شمال  په  بحيره ښار د کفرالدوار په سيمه کې يو مؤذن وروسته له هغې له دندې ګوښه کړای  شو چې د سهار په آذان کې يې د (فيسبوک) يادونه وکړه.

دغه مؤذن چې محمود يوسف عبدالله المغازي نوميږي ۵۴ کاله عمر لري او له نږدې لسو کالونو راهيسې د کفرالدوار په سيمه کې د (الرحمة) په نامه د يوه جومات مؤذن و.
نوموړي څو ورځې وړاندې په آذان کې له (الصلوة خير من النوم) وروسته دوه ځلې د (الصلوة خير من الفيسبوک) کلمات  تکرار کړي دي .
په اذان کې ددغو نويو کلېمو په تکرارولو سره د سيمې خلک راوپارېدل او د مؤذن دغه اقدام يې وغنده چې وروسته د مصر سيمه ييزو چارواکو نوموړی د مؤذنۍ له دندې ګوښه کړ.
مؤذن يوسف عبدالله په آذان کې دفيسبوک دکلماتو د يادولوپه اړه ويلي چې په اذان کې يې د فيسبوکلمات نه دي ياد کړي.نوموړي ويلي چې دا تور دی او  دده په وړاندې د ځينې خلکو دسيسې دي.
د يادونې وړ ده چې د فيسبوک استعمال په نړۍ کې دې حد ته رسېدلی چې هر لوستی او نالوستی ووړ او زوړ يې معتاد شوی دی خو دا لومړی ځل دی چې په آذان کې د فيسبوک د کلماتو د اضافه کېدو خبر ورکول کيږي .
عبداللطيف نظيف .

 

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button