د کعبې مطاف بیرته د طواف کوونکو او زائرینو پر وړاندې خلاص شو

عزم(یکشنبه، ۱۸ کب ۱۳۹۸): سعودی وروسته له دریو ورځو بیرته د طواف کوونکو بر مخ مطاف خلاص کړ او اجازه یې ورکړه چې خلک طواف کولی شي.
سعودي د چهارشنبې په ورځ عمره او د کعبې په شاوخوا کې ګرځیدل او طواف کول د ټولو خلکو لپاره د کرونا وایروس د خپریدو د ویرې له امله بند کړل.

د سعودي پادشاه سلمان بن عبدالعزیز نن شنبه د کب په ۱۷ امر ورکړ چې د طواف سیمه دې بیرته د طواف کوونکو پر مخ خلاصه شي او طواف دې بیرته شروع شي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د عمره کوونکو پر مخ د کعبې شریفې ګرد چاپیره د طواف سیمه د عمره کوونکو پر وړاندې وتړله چې مطاف یې اوس بیرته خلاص کړی، خو د صفا او مروا سیمه لا هم تړلې ده او د سعودي حکومت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

سعودي وروسته له هغه دا پریکړه وکړه چې په دغه هیواد کې د کرونا ناروغي څو مثبتې پیښې تثبیت شوې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button