په افغانستان کې د کرونا اوومه پېښه هم ثبت شوې ده
عزم(چهارشنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزرات مسوولین وايي، په سمنګان او هرات کې د کرونا ویروس نوې پېښې ثبت شوي دي، چې شمېر یې ۷ ته رسېدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، مخکې یوازې په هرات کې د کرونا څلور پېښې ثبت شوې وې؛ خو اوس په سمنګانو کې هم یوه نوې پېښه ثبت شوې ده.
«په سمنګان او هرات کې د کرونا (Covid-19) ویروس یوه بله مثبته پېښه هم ثبت شوې ده. په دې سره په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر اوو ته ورسېد.»
د مایار په خبره، په هرات کې پنځه او په سمنګان کې دوه مثبتې پېښې ثبت شوي دي؛ خو په نورو ولایتونو کې خپرې شوې ادعاوې بېبنسټه وې.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په افغانستان کې هغه خلک د کرونا په ناروغۍ ککړ شوي، چې د ایران له قُم ښار څخه راغلي دي او همالته په دغه ناروغۍ ککړ شوي وو.
په کابل کې د افغان جاپان روغتون مسوولین وايي، چې هره ورځ له یو نیم سل ډېر کسان د کرونا ویروس د ازمایښت لپاره دغه روغتون ته ورځي؛ خو تر اوسه یې کومه مثبته پېښه نه ده ثبت کړې.
په نړۍ کې له چین وروسته ایران دویم هېواد دی چې زرګونه تنه د کرونا په ناروغۍ پکې ککړ شوي دي.
د هرات ځآيي چارواکي وايي، په ایران کې د کرونا ناروغۍ د ډېرېدو له امله هره ورځ زرګونه تنه افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته راځي.