پکتیا کې سږ کال ۲۲۱زره نیالګي کېنول کېږي

عزم(پنجشنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۸ل): د پکتیا د کرنې ریاست مسوولین وايي، په دولتي او خصوصي قوریو کې یې زرګونه نیالګي روزلي دي، چې د پسرلي په موسم کې به یې په بېلابېلو سیمو کې وکري.

د پکتیا د کرنې رئیس محمدالدین مومند وايي، په پکتیا کې ۲۲۱ زره مېوه لرونکي، بې مېوې او زینتي نیالګي کېنول کېږي او ددې ترڅنګ سږ کال په پکتیا ولایت کې اته مېلیونه د سپېدار قلمې هم کېنول کېږي.

د مومند په خبره، د پکتیا ولایت د ځنګلونو د بیارغونې په پار د جڼغوزیو او غوزانو ۳۶۰ کورني قوریې هم جوړې شوي دي، چې ورسره به ددې ولایت دوه زره او ۷۰۰ تخریب شوي ځنګلونه بیا رغول شوي دي.

نوموړي له ځايي اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه، چې په خپلو ځمکو او کورونو کې دې مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي وکري او ددې ولایت په سمسورتیا کې دې ونډه واخلي.

د کب میاشتې له لومړۍ څخه د وري تر پای پورې د هېواد په ګڼو سیمو کې هر کال زرګونه نیالګي کېنول کېږي؛ خو د چارواکو او ځايي اوسېدونکو د نه پاملرنې له امله ډېری ثمرې ته نه رسېږي او له منځه ځي.

د چاپېریال ساتنې د برخې کارپوهان وايي، د هوا د ککړتیا په مخنیوي کې ونې ښه اغېز لري او د پاکې هوا په موخه باید هر کال زرګونه نیالګي وکرل شي، وپالل شي او ساتنه یې باید وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: