کرنې وزارت: په روان پسرلي کې به دوه مېلیونه نیالګي په وړیا ډول ووېشي

عزم(پنجشنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۸ل): د کرنې وزارت مسوولین وايي، سږکال یې دوه مېلیونه نیالګي روزلي دي او د هېواد د زرغونولو په پار به یې په خلکو په وړیا ډول ووېشي.

د کرنې وزیر نصیراحمد درانی وايي، سږکال یې د نیالګیو د کېنولو کمپاین« هر افغان، په یوه ورځ، یو نیالګی» تر شعار لاندې پیل کړی، چې سږکال د کرنې وزارت له خوا نږدې دوه مېلیونه نیالګي چمتو شوي دي او د سمسورتیا ایجادولو په موخه دغه نیالګي په وړیا توګه د هېوادوالو په واک کې ورکړل شوي دي.

د دراني په خبره، نیال یوازې یوه کلمه ده، خو اغېزې یې پر چاپېریال او اقلیمي بدلونونو دي. زموږ ژوند او اقتصاد په همدې پورې تړلی دی.«ددې لپاره چې د اقلیمي بدلونونو، د سېلابونو، بارانونو او وچکالۍ له بدو پایلو او دغه راز د ځمکې لاندې اوبو له کمۍ څخه مخنیوي وکړو، باید مناسب چاپېریال ولرو او مناسب چاپېریال هم د نیالګیو په کېنولو سره رامنځته کېږي.»

د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر شاه‌زمان میوندي وايي، افغانستان د چاپېریال ساتنې له ګڼو ستونزو سره مخ دی، چې ددغو ستونزو د حل یوازېنۍ او اغېزناکه لار د نیالګیو کېنول دي.«د نیالګیو کېنول یوازېنۍ اغېزناکه لار ده، چې موږ کولای شو ترڅو د چاپېریال ساتنې له کومو ستونزو سره چې مخ یو ورته ځواب ووایو.»

د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز مني، چې د نړۍ د نورو ښارونو په پرتله کابل کمې شنې سیمې لري، چې له امله یې هر کال د کابل هوا مرګونې ککړېږي او زرګونه خلکو ته تنفسي ناروغۍ پیداکېږي.

د سرفراز په خبره، تېر کال د کابل په ښآر کې د زرغونو سیمو د پراختیا په پار ۲۷ پارکونه بیارغول شوي، نیالګي پرې اېښودل شوي او طراحي شوي دي. دغه راز د سړکونو د غاړې د نږدې ۲۰ زره متر مربع ګلدانونو، په یوشمېر پارکونو کې د باراني او څاڅکې اوبولګولو سیسټمونه او د نږدې دوه مېلیونه نیالګیو دوامداره خړوبول یې په لومړیتوبونو کې دي.«ان شاالله د کرنې وزارت او د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې په همکارۍ، چې ختېځ، شمال او سوېل زونونو کې هر یوه یې څه باندې ۱۷۰ هکټاره ځمکه ده د ښاري زرغون کمبربند په حیث جوړ کړو.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button