استرالیایي پوځي ویلي چې ملګرو مې افغانستان کې عام افغانان وژل

عزم(دوشنبه، ۲۶ کب ۱۳۹۸): یو استرالیایي پوځي د دغه هیواد رسنیو ته ویلي چې ملګرو مې افغانستان کې د دندې پرمهال قصد ملکي وګړي په نښه کول.

همدا راز یو شمېر څېړنیزو بنسټونو چې د جنګي جنایتونو څیړنه یې پیل کړې ویلي دي چې بهرنیو ځواکونو عموماً او استراليايي ځواکونو خصوصاً جنګي جنایتونه کړي دي.

په ورته وخت کې اې بي سي نیوز په یوه مطلب کې لیکي چې استرالیايي ځواکونو په لوی لاس ملکي، بې وسلې او بې دفاع خلک په نښه کړي دي او له کوم جرم او څېړنې پرته یې وژلي دي.

یادې رسنۍ د استرالیا د ځانګړو ځواکونو د یوه پخواني غړي له قوله ویلي چې دی په ځینو مواردو کې د خپلو همکارانو له لوري د ملکي افغانانو د وژلو شاهد و.
دغه پوځي ویلي چې هغه پوځیان باید محاکمه کړي چې جنایت یې کړی دی او عام خلک یې وژلي دي.

د یادونې وړ دی چې تر دې وړاندې هم افغانستان او عراق کې د امریکایي او نورو بهرنیو عسکرو په اړه ویل شوي وو چې عام ملکي وګړي په قصدي توګه وژني.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button