Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

مسیر: حکومت د کرونا په مخنیوي کې ناغېړي کوي

عزم(سه‌شنبه، ۲۷کب، ۱۳۹۸ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د کرونا په ناروغۍ او د حکومت په ناغېړۍ بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، کرونا اوس‌مهال نږدې نیمايي نړۍ ته رسېدلې ده او په افغانستان کې هم د دې ناروغۍ د پېښو شمېر زیاتېږي.

«کرونا ویروس په چټکۍ سره په نړۍ کې خپرېږي. له چین وروسته یې په ایران، اروپا او امریکا کې پېښې زیاتې دي او لسګونه زره کسان پرې اخته شوي دي. د دغه ویروس یوه څپه له ایران څخه پر افغانستان هم راغلې ده. تر پرون پورې چارواکو تایید کړې وه چې ۲۱ کسان پر دې ناروغۍ اخته دي. لومړنۍ رسمي پېښې په هرات کې وې، خو اوس په نورو ولایتونو کې هم پېښې ثبت شوې دي. داسې وېره ده چې نور کسان به هم پر دې ناروغۍ اخته وي، خو له دې امله چې له زکام ناروغۍ سره یې ډېر توپیر نه کېږي، نو ځکه خلک روغتيايي مرکزونو ته مراجعه نه کوي.»

د سرلیکنې له مخې، حکومت تراوسه له ایران سره پوله تړلې نه ده او هره ورځ له ایران څخه زرګونه افغان کډوال راستنېږي، چې ورسره په افغانستان کې هم د دې ناروغۍ شمېر ډېرېږي.

«له بده مرغه حکومت له دې چارې سره ناسم او له بې پروایۍ ډک چلند کړی دی. هره ورځ زرګونه افغانان له ایران څخه افغانستان ته راتلل، خو حکومت له ایران سره سرحد همداسې پرانیستی پرې اېښی و. په هرات کې د لومړنیو معایناتو لپاره یو څه وو، خو دا په هېڅ ډول کافي نه وو. لومړی خو د ناروغۍ د تشخیص لپاره تخنیکي وسایل او هڅې پوره نه وې او دویم دا چې له ایران څخه را ستنېدونکي زرګونه افغانان پرې ښودل شول چې په ټول افغانستان کې خواره شي. لومړی خو باید ډیپلوماټیکي هڅې شوې وی چې د افغانانو د دغه راتګ مخه نیول شوې وی. که دا ناشونې وه، نو پکار وه چې راتلونکي کسان د کره معاینې تر څنګ قرنطین شوي هم وی. حکومت وايي، دا کار ناشونی و او دومره امکانات نه وو، خو که اراده وی، نو امکانات پیدا کېدل. کله چې د ارګ واکمن د خپلو سیاسي او شخصي موخو لپاره میلیونه ډالره په یوه ورځ لګوي، دا هم شونې وه چې په هرات کې دا کار وشي. یا لږ تر لږه د دغو کسانو لپاره باید کورنی قرنطین توصیه شوی وی او د ولایتي ادارو پر مټ د دوی قرنطین څارل شوی وی. له بده مرغه د واک او ځواک په مستۍ کې ورکو چارواکو ولس کرونا ته پرېښود چې له بده مرغه په چټکۍ سره خپرېږي. اوس په څو ولایتونو کې دا پېښې ثبت شوې دي او داسې وېره ده چې اخته کسانو به ویروس نورو ته هم لېږدولی وي، ځکه چې دوی له نورو خلکو سره هم په اړیکه کې وو. د دې لپاره چې له ایران څخه را ستانه شوي د افغانستان ټولو ولایتونو ته تللي دي، نو په ټولو ولایتونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو وېره ده. له بله اړخه حکومت پر دې ویروس د اخته کسانو د درملنې او آن د مؤظفو ډاکټرانو د ساتنې لپاره هم پوره او وړ تدابیر نه لري چې دا هم د ویروس له خپرېدو سره مرسته کوي.»

ورځپاڼې له خلکو غوښتي چې د حکومت په تمه دې نه کېني او خپل ځانونه دې خوندي وساتي؛ ځکه حکومت یوازې د ناروغانو شمېر اعلانوي، خو د مخنیوي هڅه یې نه کوي.

«خلکو ته پکار ده چې نور پر دولت ډېر حساب ونه کړي، دولت به خپل کار کوي، خو خلک باید له خپله اړخه کرونا ویروس جدي ونیسي. دوی باید د متخصصینو نظریاتو ته غوږ ونیسي، ټولې لارښوونې مراعات کړي، خپلې اړیکې کمې کړي، په یو ځای له را ټولېدو ډډه وکړي، د خپل بدن مقاوت لوړ وساتي، روحیه یې لوړه وي او له ټولو هغو ځایونو ځانونه لرې وساتي چې د ویروس د خپرېدو وېره پکې وي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button