ډاکټرعبدالله: پاکستان د ټولشموله حکومت په غوښتنه د چمن_بولدک لار پرانیستله

عزم(چهارشنبه، ۲۸کب ۱۳۹۸):د کابل د ټولشموله حکومت جمهور رئیس عبدالله عبدالله ویلي، پاکستان د دوی د حکومت په غوښتنه د چمن_بولدک لویه ترانزیټي لار پرانیستلې ده.

د عبدالله پر فسبوک پاڼه خپره شوې اعلامیه کې راغلي« د ټول شموله حکومت جمهور رئیس د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان څخه مننه کړې چې د افغان سوداګرو پرمخ یې د چمن_بولدک ترانزیټي لار پرانیستله»

اعلامیه وایي، له تیرو دوو اونیو را پدېخوا شاوخوا ۱۵۸۴ لارۍ موټر او ۳۲۰۰ د سوداګریزو توکو او خوراکي مالونو ډک کانتینر چې د افغان سوداګرو اړوند وه، د چمن_بولدک پر لویه لار او ۶ زره کانتینر موټرې په کراچۍ بندرې کې دریدلې وې، چې له امله یې سوداګرو په ورځنۍ توګه ۲میلیونه ډالر زیان لیده.

ډاکټر عبدالله ویلي، سوداګرو ورسره دا ستونزه شریکه کړه او نوموړي په کابل کې د پاکستاني سفیر له لارې د دغه هیواد لومړي وزیر ته رسولې او د یادې ترانزیټې لارې د هرڅومره ژر خلاصون غوښتنه یې ترې کړې چې په وینا یې نن مازدیګر ورته ملي سوداګرو او پاکستان کې افغان سفارت د دې موضوع له حل څخه خبر ورکړی دی.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان لخوا د لارو له تړلو وروسته د خوراکي توکو په بیو کې په بې سارې توګه زیاتوالی راغی، چې وروسته د حکومتي ارګانونو په هڅو دا ستونزه یوڅه حل شوه.
تر اوسه د ارګ واکمن”اشرف غني” د سپیدار د جمهور رئیس د اعلامیې په تړاو کوم غبرګون  نه دی  ښوودلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: