د رولاغني عیسویت او اسلام د ټولنیزو رسنیو د فعالانو د خبرونو سرټکی شو

عزم(جمعه ۱ وری ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې د ولسمشر غني میرمنې “رولا غني”په یوه ټلویزیوني خپرونه کې د خپلې عقیدې په تړاو سپیناوی وکړ او ځان یې د پلرنۍ کورنۍ له پلوه عیسوۍ خو د میړه له لوري مسلمانه وباله، په تړاو یې د ټولنیزو رسنیو فعالانو زیات غبرګونو مخته راغلي.
ګڼو فعالانو د افغانستان په څیر د یوه هیواد د ولسمشر د میرمنې دا اعتراف حیرانونکی بللی، ځینو غندلی او ځینو بیا د لومړۍ میرمنې په توګه د یوې بهرنۍ عیسوۍ میرمنې مشري د اندیښنې وړ بللې ده.

د ملي امنیت پخوانی مشر،  لیکوال او فعال لطف الله مشعل لیکي: «عجیب او غریب دوه ګونی توب.
د افغانستان په یوه اقلیم کې د دوو حکومتونو شاهد وو، خو اوس په یوه انسان کې د دوو آسماني دینونو د شتون شاهدان یو.»

https://www.facebook.com/716621791/posts/10156579020701792/

د ټویټر یوه فعال رفیع الله بیا لیکلي: ددې د خاوند له حاله هم مالومیږي چې دعسویت او اسلام دواړو دعوه وکړي.
نوموړی وایي«دا خبره تبلیغات مه ګڼۍ له اسلام سره داشرف غني نه شناخت او د رولا نور اعترافونو ته په کتلو سره چې ویلي دي اشرف غنی له مسجد نه زیات کلېسا ته ډیر ځي»

عبدالحنان همت هم ورته خبر تکرار کړې او زیاتوي چې د رولا او خاوند یې دواړه د دواړو دینونو دعوه داران دي، خو حقیقت دادی چې سیکولر یوه دین ته هم عقیده نه لري.

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=118658196406436&id=100047867689109

ګڼو نورو فعالانو هم په دې هکله نظرونه خپاره کړي او دا یې د اندیښنې وړ خبر بللی دی.

د یادونې وړ ده چې رولا غني د ښځو د آزادي او له حقوقو د دفاع په موخه د لوی دفتر مشري کوي چې څانګې یې د هیوادپه ټولو ولایتونو کې فعالې دي.

تیرکال د یاد دفتر د لګښتونو په هکله د ولسي جرګېد اقتصادي کمیسیون غړو ویلي وه، چې په کلني ډول شاوخوا ۲۱میلیون ډالره د ملي بودیجې لخوا ځانګړې شوې پیسې په خپلو چارو لګوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button