د جګړې مسؤلین د سولې مخه نیونکي دي

کفایت الله شباب

په زابل کې  د تیري شپې په نفوذي برید کې  د کابل ادارې د عسکرو وژل، د سیاسي انډوخر او غني د ناسم مدیریت او خودخواهۍ پایله ده. دا خو یې لا سر دی. که چیرته غني په هوش رانشي او د واک تندي همداسي له سده ایستلی وي؛ ډیری دغسي کسان به له لاسه ورکړي او دوی به یې په وړاندي د غمشریکۍ اعلامیې شریکوي. ځکه د غني د ادارې کابو ټول کارمندان هغه کسان دي، چي سیکولر مفکوره لري او د مادې  واک په مینه کې  دومره غرق شوي چي هیڅ یې خپل ذوال ته پام نه دی او نه هم په دې خبر دي چي هره ورځ مو څومره عسکر وژل کیږي او لا دا چاره به ترڅو دوام لري. همدارنګه غني ته مشوره ورکونکي او د سولې په مخ کې  خنډ جوړونکي کسان هم د همدغه ډلي خلک دي او له طالب سره عقیدوي ستونزه لري؛ نو ځکه په یو- بل نامه د سولې په مخ کې  خنډونه جوړوي او د دې لپاره چي دوی په واک کې  پاتي او خپلي پلیتي مفکورې په ټیټ پوړو مامورینو تحمیل، نه غواړي بین الافغاني مذاکرات پیل او افغانستان د پردیو له لاسوهنو خلاصون پیدا کړي.

هغوی چې د سولې په وړاندې خنډونه ایجادوي، د زابل او نورو بریدونو مسؤلین دي، ځکه له غني او ادارې سره یې اصلا د افغان وژني هیڅ احساس نشته. دوی افغانان د خاشاکو غوندي د څو پیسو په بدل کې  د ځان د ګټو پخاطر استعمالوي او یا یې وژني.

د غني له ادارې سره د هغو عسکرو مالومات هم نشته چي د طالبانو سره بندیان دي او بیا د ښه سیستم دعوه هم کوي. داسې سیستم په دې ارزي چي جګړه دوام ومومي او هره ورځ لسګونه افغانان ترې قربان شي؟

د غني دا بهانې یوازي د سولې د سبوتاژ هڅي دي؛ کنه سیستم هغه وخت پاتي کیدلی شي چي افغانان په یو داسې حکومت راټول شي چي هر لوری پرې راضي وي.

که لیږ هم حقایقو ته ځیر شو او سمه پلټنه وکړو، وبه وینو چي د کابل ادارې ټول کارمندان هغه کسان دي چي یوازي او یوازي د فردي ګټو د ترلاسه کولو، پردیو مفکورو د ترویجولو، پردیو استخباراتو ته د کار کولو او… په موخه دندې ترسره کوي او یو یې هم د دې نه دی چي ملي و اسلامي روحیه دي ولري او د افغانستان د خپلواکۍ، پرمختګ او نورو هیوادونو سره د سیال کیدلو غم به ورسره وي. د دوی ټول تمرکز پر تبلیغاتو او د خلکو پر غولولو دی.

اخلاقي و اداري فساد، کمزوری مدیریت، غیر مسلکي او واسطه یي ګمارني، قانون ماتونه، عام وژنه، بي ځایه مصارف او…، ټول هغه مسایل دي چي د غني او له هغه څخه مخکې دوران کې  اوج ته رسیدلي.

همدارنګه د دغه منفورو کسانو په دفاع کې  جنګیدونکي عکسر، هغه کسان دي چي لاسونه یې د ملت په وینو سره دي. دوی هر یوه یې د خپل وس او صلاحیت مطابق ظلم کړی او کوي یې. ځکه له داسې یوه نظام څخه چي د پردیو له لوري پر افغانانو تحمیل شوی وي او په حاکمیت کې  یې د هیواد ټول ارزښتونه زیانمن شوي، دفاع کول ظلم، خیانت او نه بښل کیدونکی جنایت دی. خو بیا هم د اسلامي امارت له لوري ورته عفوه وشوه؛ نو چي دوی یې نه مني، په دې کې  مقصر څوک دي؟

هغه چي د تیري شپې له نفوذي برید څخه متأثره دي، باید ورته وویل شي، چي ستاسو بابا یا میلونر ارګ مشر نه غواړي سوله وکړي؛ ځکه که یې سوله کولای نو ټاکنیزه لانجه او طالب ضد اشخاص به یې له ځان سره نه ملګري کول. که چیرته غني د توافقنامې له مخي پر وخت سیاسي انډوخر ختم کړی او بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي وای، اوس به مو دغه حال نه و!

هغوی چي اوس هم لا د غني په مکر نه پوهیږي او غني، فاسقو ملګرو او معیوبي ادارې ته یې پر سوله لومړیتوب ورکوي، څو نور دغسي بریدونه به یې ماغزه سرته راولي!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button