عبدالحکیم منیب: د ډیر عمر لرونکي کسان دې جوماتونو ته له تګ ډډه وکړي

عزم(یکشنبه، ۳ وری ۱۳۹۹): د حج او اوقافو سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب له ټولو هغو کسانو غوښتي چې عمرونه یې له شپیتو کلونو زیات وي د کرونا وایروس د خپراوي د مخنیوي لپاره دې جوماتونو ته له تګ کولو ډډه وکړي.

هغه نن ورځ له دیني علماء سره په یوه ناسته کې و ویل چې دمګړی هیڅ تضمین شتون نه لرو تر څو د کرونا وایروس څخه بچ پاته شو.

هغه وړاندې و ویل چې اوس مهال مو دوه تدبیره د کرونا د مخنوي په پار تر توان پوره دي او باید د ځان ساتلو له امله یې عملي کړو چې یو یې د نوافلو کول او اذکارو ویل دي او دوهم یې د ډاکټرانو په توصیو عمل کول دي او له غیر ضروري مجالسو کې له ګډون کولو څخه ځان ساتل دي.

هغه وړاندې و ویل چې د ډیر عمر لرونکي کسان او ناروغان باید جوماتونو ته له تګ کولو څخه ډډه وکړي او ملا امامان باید لنډ قراءتونه و وایي.

د حج او اوقافو سرپرست وزیر له دیني علماء وغوښتل چې له احساساتي فتواوو څخه دې ځان ساتنه وکړي چې احساسات د لیونتوب یوه برخه ده او شریعت په دغه حالت کې د فتوا ورکولو اجازه هم نه ورکوي، مونږ باید په دغو شرایطو کې له مسئولیت سره سم عمل وکړو.

دا په داسې حال کې دی چې د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز نن په یوه خبري ناسته کې د کرونا ناروغي له لسو نورو مثبتو پیښو خبر هم ورکړ چې ۳ یې هرات، ۲ یې زابل، یوه غزني، یوه کندهار، یوه یې بلخ او ۲ نورې یې په کابل کې ثبت شوې دي چې په دې سره د کرونا مثبتې پیښې ۳۶ ته رسیدلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button