کورونا له کومه راغله؟

 

نصیب ځدراڼ

تیر کال له لوی اختر څلور ورځې وړاندې د پکتیکا ولایت نکې ولسوالي ته له ملګرو سره تللی وم، هلته د اوشاکۍ کلي کې یوه سپین ږیري پایو ګل راته وویل چې ګډ ځواکونه مو کور ته راغلل، یو زوی غوث الدین یې کوټه کې راته بند کړ، موږ یې بله کوټه کې ایسار کړو، نیم ساعت وروسته عسکر له کوټې را ووتل، په وینو سور تبرګی یې لاس کې و،کله چې کوټې ته ورغلو د غوث الدین ککرۍ دوه ځایه وه، ټول کلی شاهد دی چې غوث الدین لیونی و.

د بوډا په خبرو کې ما ته جالبه او د غم ډکه صحنه دا وه چې پلار یې ویل: “کله چې عسکر له کوره وتل په قهرجنو سترګو یې راته کتل خو ما هیڅ نشوای کولی، پوهیدم چې زوی مې یې شهید کړی؛ خو بې وسه وم او د زوی قاتلان مې په غرور ګرځیدل.”

سوریې کې بمبار وشو، یوه کوچنۍ ماشومه یې له نړیدلې کور را ایستله، ټپې وه،ژړل یې او خلکو ته یې ویل چې دا هر څه به خدای ته و وایم.

د بي بي سي یو راپور نشر شو، چین کې له لسو لکو زیات مسلمانان زانداني شوي، د دوی د ذهنونو د بدلولو او یا په ماډرنه اصطلاح (Brain wash)په موخه پر دوی فلمونه کتل کیږي، په دوی د حرامو ځناورو غوښې خوړل کېږي، دوی په خپله خوښه په کوچنیانو اسلامي نوم نشي ایښودلی، ښځینه یې لمن دار کمیسونو او حجاب بندیز دی،په موبایلو کې اسلامي ویډیو ګانې او لیکنې هیڅ نشي ساتلی، څه باندي شل میلیونه مسلمانان د مظلومیت ژوند تیروي.

کشمیر کې ۲۳۵ ورځې وشوې په لسو ولسوالیو کې ګرځبندیز لګیدلی، خلک په کورو کې بند پاتې دي، روغتون،پوهنتون او کاروبار هر څه بند دي، محدود خلک اجازه لري چې له سخت ضرورت وروسته له کوره راووځي، لنډه دا چې ټول د زندان ژوند تیروي.

یو مسافر ولاړ دی، فریاد کوي، وایې ایران موږ په دې شک وژني ګواکې د کورونا مریضان یو، جسد ته اشاره وکړي وایې یو مړی دا دی او اوه هلته پراته دي.

دا مې یو څو مثالونه درته وړاندې کړل نور تاسې سوچ پسې وکړئ د دنیا کومه برخه ده چې پر انسان او خصوصاً مسلمانانو ظلم نه دی روان؟ عجیبه دا ده چې دغو ټولو مظالمو سره سره مسلمانان تروریستان دي، پګړۍ، حجاب، ږیره، خولۍ، جومات هر څه د ترهګرۍ په نښو پیژندل کیږي. مغلوب او مظلوم دی،خو څوک یې د پوښتنې نشته چې و وایي دا چا او دا ولي؟

او مخالفین یې نعوذبالله د خدایې دعوي کوي، فکر کوي موږ ایټم بم لرو، پرمختللې ټیکنالوژې او پیاوړی اقتصاد لرو، څه چې غواړو کولی یې شو، کله روسان ځان ته سپر پاور وایې کله امریکا او کله چین ځان ته څه وایي.

خو دا ټول طاقتونه دي اوس د یوه نه ښکارېدونکي وایروس مخه ونیسي، د ایټالیې لومړی وزیر په ژړا شو وایي چې موږ خپل وس وکړ،خو له دې زیات هیڅ نشو کولی، هرو دوو دقیقو کې یو کس له کورونا مري خو دوی یې مخنیوی نشي کولی.

همداسې ایران او چین او اوس پاکستان او عربي هیوادونو ته هم دا وایروس رسیدلی.

کورونا وباء ده، باید سړی د الله تعالی څخه بښنه وغواړي او الله تعالي دي وکړي چې نور دا وباء ورکه شي خو دا ټولو انسانانو ته یو درس دی،چې که دی سپوږمۍ ته ورسیږي که مریخ ته،که ایټم ولري او که ډرون خو بیا هم یو قوت شته چې دا ټول دړې وړې کولی شي.

الله تعالي دي دا مرض ورک کړي ،باید دا لوی طاقتونه له دې مرضه درس واخلي چې له دوی بل لوی قوت هم شته، یوازې کافران نه، مسلمانان دې هم یو ځل بیا خپلو اعمالو ته وګوري چې له سود، بدکارۍ څخه یې څومره ځان ساتلی؟ ناحقه قسمونه یې څومره خوړلي؟ د ښځینه وو حقوق یې د شریعت په چوکاټ کې څومره پوره کړي او د شرعي نظام د پلي کولو یا ساتلو لپاره یې څومره مبارزه کړې؟که د مبارزې پر ځای یې د کفارو طیارو ته تیل ورکړي او د مسلمانانو په قتل کې پوره لاس لرلی؟

باید موږ سوچ وکړو چې ایا د کعبې طواف او د جوماتونو بندیدل به زموږ د اعمالو سزا نه وي؟ داسې خو به نه وي چې موږ د دي دنیا په خوند کې ابدي ژوند هیر کړی.

طبیبان وایي پر کرونا اخته مریض د مرګ ۴ سلنه امکان وي خو په عادي ژوند کې د مرګ ۱۰۰% امکان وي، راځئ الله تعالي راضي کړو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button