خلیلزاد: د طالب بندیانو خوشې کولو په اړه مو د طالبانو او کابل حکومت د مشرانو مستقیم تماس ته لار هواره کړه

عزم(یکشنبه ۳ وری ۱۳۹۹):د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، نن ورځ امریکا او د قطر استازو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سکایپ د ویډیو کنفرانس له لارې د بندیانو د خوشې کیدو په تړاو د طالبانو تخنیکي خبرو اترو ته لاره هواره کړه.
Today, the US and Qatar facilitated the first Afghan government to Taliban technical talks on prisoner releases, via Skype video conferencing.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) March 22, 2020
نوموړی زیاتوي،ننی دوه ساعته تخنیکي بحث خورا مهم ، جدي او تفصیلي و او په وینا یې چې «هرڅوک په روښانه ډول د کورونا ویرس په خطر پوهیږي د بندیانو خوشې کول خورا ډیر اړین دي»
خلیلزاد وایي ټولو لورو د جګړو د کمولو ، د افغانانو تر منځ د خبرو اترو د پیل ، او هراړخیز او دایمي اوربند ته خپله قوي ژمنتیا څرګنده کړه.
امریکایي استازي ویلي دي چې په راتلونکو دوو۲ ورځو کې یې د تعقیبي تخنیکي غونډې هوکړه هم کړې او په خبره یې چې د دواړو خواو له لوري د بندیانو خوشې کول د سولې په پروسه کې یو مهم ګام دی ،« لکه څنګه چې د متحده ایالاتو – طالبانو په تړون کې ویل شوي او د بشری دلایلو لپاره مهم دي.»
د ملي امنیت شورا ویاند کبیرحقمل هم د دې لیدنې پخلی کوي او زیاتوي چې «د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې د ګروپ لومړنی تماس د ویډیو کنفرانس له لارې د طالبانو له استازو سره وشو.
په دې تماس کې اړونده خواوو د افغانانو پر ضد د تاوتریخوالي پر کمولو، مستقیمو مذاکراتو او یوه دایمي او پراخ اوربند باندې خبري وشوې. »
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې د ګروپ لومړنی تماس د ویډیو کنفرانس له لارې د طالبانو له استازو سره وشو.
په دې تماس کې اړونده خواوو د افغانانو پر ضد د تاوتریخوالي پر کمولو، مستقیمو مذاکراتو او یوه دایمي او پراخ اوربند باندې خبري وشوې. ۱/۲— Kabir Haqmal (@Haqmal) March 22, 2020
کبیرحقمل وایي، په دې دوه نیم ساعته مجلس کې دواړو خواوو پر لومړنیو تخنیکي اقداماتو هم نظریات تبادله کړل، چې د بندیانو خلاصون ته مساعد چاپیریال برابر شي.
دا په داسې حال کې ده چې ارګ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د زندانونو چارو مسؤلینو ته یې حکم کړی تر څو راتلونکو ۴۸ساعتونو کې د بندیانو د هغو بندیانو د خوشې کولو اقدام وکړي چې پر کرونا د اخته کیدو ویره یې وي..
په پام کې وه چې د تیرې کب میاشتې پر شلمه نیټه ۵ زره طالب زندانیان خوشې او بین الافغاني خبرې پیل شوې وای، خو د کابل حکومت د خپلمنځي جنجالونو او د ارګ د مخالفت له امله دا پروسه تر اوسه ځنډیدلې وه.