ـ مورې! زما خوب پۀ ریښتیا بدل شو، خو یوازې دې پر تندي ښکل نه کړم

چغه یې کړه! شاخوا یې وکتل، د ګروپ ژیړې رڼا د مدرسې دیوالونه ښکلول، پنډ ـ پنډ کتابونه تاخچو کې یخي و، مخامخ دوه ماشومانو سترګې څکې نیولې وې، احمد سپینه خولۍ ورپورته کړه.

چا غږ کړ:

ـ څۀ خبره ده؟ خوب کې دې چغې وهلې!

احمد غلی و، بیا یې د جامپر له چپ جیب څخه وچه ډوډۍ ورواخیسته! پۀ ژړغوني غږ یې وویل:

ـ خوب کې مې مور ولیده، پر تندي یې ښکل کړم، وړې خور مې پۀ مخ خپړې رالږولې، یوه شیبه غلی شو، بیا سلګیو ونیو.

د مدرسې له بره کونج څخه د یو ماشوم نرۍ خندا پورته شوه، پۀ مسخره یې وویل:

ـ تۀ خو ابله ورځ راغلې، داسې ژر بیا مور در وه یادېده. اشکش ماته کړې، دوه جمعې کور ته نه یم لاړ . بل ماشوم له اوبو څخه ډک ګیلاس ورپورته کړ، پۀ وبلن غږ یې وویل:

ـ ژاړه مۀ! مولوي صیب چې راغی، ورته وبه وایو؛ چې احمد ته مور یاده شوې، رخصت به درکړي. غبرګه خندا پورته شوه.

احمد لۀ وچې ډوډۍ څخه سوزېدلي ځایونه لرې کړل، ملکرو ته یې وکتل، پۀ غمجنه لهجه یې وویل:

ـ تاسې خبرې ته پرېنښودم، مسخرې مو شروع کړې.

یو ماشوم لۀ ویړې شوې سترنجۍ څخه وچ خلی ورپورته کړ، وې ویل:

ـ خوب کې د څۀ ولیدل؟

احمد سوړ اسویلی وکړ .

ـ وړې خور نۀ راپرېښودم ، چې مدرسې ته راشم، ټینګه راپورې نښتې وه، مور مې شیدې راته ګرمولې، پلار مې راته کتل، پۀ سترګو کې یې یوه دانه هیلې پرتې وې، خو پۀ شونډو يې ترخه موسکا خوره وه، ناڅاپه درز شو، دوړې پورته شوې، له خوبه راپاڅېدم.

پۀ کونج کې ناست ماشوم مسک شو، بیا یې ورغبرګه کړ ـ

ـ احمده! د چتکي هومره زړۀ لرې، بې غمه شه! هیڅ نشته!

***

درب شو، دروازه خلاصه شوه، مولوي صاحب سلام وکړ، پر احمد یې سترګې ولګېده، ورغی پۀ سر یې لاس ورکېښود، پۀ نرمه لهجه یې وپوښتل:

ـ ولې ژاړې؟

لۀ بره ماشوم غږ کړ:

مولوي صاحب مور وریاده شوې! غواړې کور ته لاړ شي.

مولوي صیب وخندل:

ـ همدا اوس دې لاړ شي!

احمد لۀ خوشالۍ ټوپ وهل، پۀ منډه لۀ مدرسې ووت.

***

لمر خپلې زرینې وړانکې غوړولې وې، نرۍ ـ نرۍ ژړا لۀ کوڅو څخه پورته کېده، سهارني شمال د بارودو بوی لۀ ځان سره وړ راوړ. احمد پۀ منډه کلي ته ځان ورسو. ټولو وچې سترګې نیولې وې، کلیوالو لۀ ړنګو شو دیوالونو څخه خاورې اړولې، احمد چغه کړه!

ـ مورې! زما خوب پۀ ریښتیا بدل شو، خو یوازې دې پر تندي ښکل نه کړم، بیا یې د وړې خور جسد ته وکتل پة ګوړګوتیو ویښتو یې ګرد خاورې پرتې وې. !
پای!

عزیز ودان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button