د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ملا برادر آخند سره کتلي دي

سهیل شاهین زیاته کړې ده چې مایک پمپیو اطمينان ورکړ چې امریکايي ځواکونه د ټاکلي مهالویش مطابق د وتلو په حال کې دي.

عزم(سه شنبه ۵ وری ۱۳۹۹):د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د یوه پلاوي په مشري د طالبانو د سياسي مرستيال مشر محترم ملا برادر اخند او ورسره هئیت یې کتلي او پر مهمو موضوعاتو یې ورسره بحثونه کړي دي.
شاهین ویلي«دواړو خواوو د توافقنامې په لاښه تطبیق او د بندیانو په چټک خلاصون خبرې وکړې، ترڅو بین الافغاني مذاکرات پیل او افغانان د توافقنامې مطابق د راتلونکي سیاسي نظام په شمول دایمي سولې او اور بند ته ورسیږي. »
سهیل شاهین زیاته کړې ده چې مایک پمپیو اطمينان ورکړ چې امریکايي ځواکونه د ټاکلي مهالویش مطابق د وتلو په حال کې دي.

باخبره سرچینې وایي چې طالبانو په دغه ناسته کې پر خپل موقف باندې د ټینګار ترڅنګ ویلي چې د امریکا سره د سولې توافقنامې لاسلیک پر اساس د یوه ټول شموله بین الافغاني ټیم سره مذاکراتو ته تیار دي،خو په دې شرط چې د بندیانو تبادله په سمه توګه پای ته ورسیږي او مقابل لوری د مذاکراتو لپاره ټول شموله ټیم را منځته کړي..

له طالبانو سره تر ناستې پمپیو سي ان ان خبري شبکې ته ویلي چې طالبان د تاوتریخوالي کمښت ته ژمن دي او په وینا یې چې «دوی دغه کار تر ډیره کړی دی، او دوی د نهايي مذاکراتو لپاره خپل د پلاوي لیږلو ته اماده دي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button