امریکا او فرانسه کې په زرګونو نور کسان پر کرونا اخته او سلګونه یې تازه وژلي

عزم(چهارشنبه ۶ وری ۱۳۹۹):لویدیځې رسنۍ خبر ورکوي چې په تر ایټالیا او آسپانیا وروسته فرانسه او د امریکا متحده آیالات زیات کرونا ځپلي هیوادونه دي.

تازه امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې په تیرو ۲۴ساعتونو کې کویدو ۱۹ناروغي تر ۲۰۰ زیات کسان وژلي او نږدې ۱۱زره پرې تازه اخته شوي دي.

الجزیره وایي، وروستۍ شمیرې ښیي چې امریکا کې د کرونا ویروس له امله د ټولو وژل شویو شمیر ۷۸۰ تنو ته رسیدلی او د ټولو اخته کسان تعداد بیا تر ۵۳۷۴۰تنو ته لوړ شوی دی.

فرانسه بیا وایي چې تیرو ۲۴ساعتونو کې د دغه هیواد په کچه ۲۴۰ تنه وژل شوي چې په دې سره د ټولو مړینو کچه شاوخوا ۱۱۰۰ تنو ته رسیدلې ده.

دغه راز دغه هیواد کې نږدې ۲۰ زره نور کسان پر یاده ناروغي اخته شوي هم دي.
ترکیه وایي دغه هیواد کې بیا تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې شاوخوا۷تنه وژل شوي او ۳۴۳ تنه نور پرې تازه اخته شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button