مایار: په هرات کې د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوي

عزم(پنجشنبه، ۰۷وری، ۱۳۹۹ل):  د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، په هرات ولایت کې د کرونا وایروس د ۳۲ تازه پېښو په ثبتېدو سره، په دغه ولایت کې د مثبتو پېښو شمېر ۵۴ ته رسېدلی دی.

دی وايي، څېړنې ښیې چې د دغو پېښو یو شمېر کسانو، ایران ته سفر نه دی کړی او هغوی ته دغه وایروس له ټولنې څخه سرایت کړی دی.

د مایار په خبره، په هرات ولایت کې د کرونا وایروس د مثبتو پېښو له زیاتېدو سره سم، په هرات ښار کې له پرون راهیسې د ورځې ګرځبندیز لګول شوی دی، چې کولای شي د دغه وایروس خپرېدل کنټرول کړي او پر هرات ښار سربېره د فراه او زرنج په ښارونو کې هم د ورځې ګرځبندیز لګول شوی دی.

«له هرات ولایت څخه د ۳۲ او له کابل څخه د ۱ مثبتې پېښې په ثبتېدو سره، د هېواد په کچه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وایروس د مثبتو پېښو ټولیز شمېر ۸۴ ته رسېدلی دی، چې د غوڅ ملاتړ ځواکونو د ۴ مثبتو پېښو په ګډون جمعاْ ۸۴ پېښو ته رسېږي. له کابل ولایت څخه تازه پېښه، د یوه سفارت په محلي کارکونکي پورې اړه لري.»

نوموړي یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې د کرونا وایروس له خپرېدا سره د مبارزې لپاره، په ښارونو کې د ورځې پر ګرځبندیز سربېره، له ټولېدنو څخه مخنیوی او خلک دې له کرونا وایروس څخه د وقایې په موخه، د عامې روغتیا وزارت د پیغامونو او سپارښتنو په رعایتولو سره، له دغه وزارت سره مرسته وکړي څو په ټولنه کې د یاد وایروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

دی وايي، د نړۍ په کچه د کرونا وایروس د مثبتو پېښو او له دغه وایروس څخه د مړینو شمېر مخ پر زیاتېدو دی؛ خو ویې ویل چې د نورو هېوادونو پرتله په افغانستان کې د کرونا وایروس د مثبتو پېښو شمېر ډېر کم دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button