د ’روبوټ ډاکټر‘ په جوړولو کار روان دی

عزم (پنجشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۹): په سکاټلنډ کې د مصنوعي ځیرکتیا او روبوټونو ماهرین د داسې روبوټونو په جوړولو کار کوي چې د دوی په نظر وبه کولای شي د روغتیاپالانو په څېر په یوه وخت تر یوه له زیاتو کسانو سره خبرې وکړي.

دا نوې پروژه په اصل کې د زیات عمر درلودونکو کسانو سره د مرستې لپاره طرحه شوې، خو کېدای شي یو وخت د کورونا په څېر د ساري ویروسونو د خپرېدو په مخنیوي کې هم وکارول شي.

دا پروژه د اروپايي کمېسیون د Horizon 2020 فنډ لخوا تمویلیږي او د Socially Pertinent Robots in Gerontological Healthcare (SPRING) نوم ورکړل شوی دی.

دا پروژه به دد داسې روبوټونو په جوړولو کار کوي چې په ټولنیزو حالاتو کې په یوه وخت له څو کسانو سره تعامل کولای شي.

روبوټونه دمګړی هم په روغتونونو کې کار کوي، خو تر زیاته حده د وسایلو او د ناروغانو د ریکارډونو د لېږد-رالېږد په څېر په کوچنیو کارونو کې استعمالیږي.

BBC

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button