د ارګ د مذاکراتي ټیم ځینې غړي د هغوی په ناخبرۍ کې لیست ته وراچول شوي

عزم (جمعه، ۸ وری، ۱۳۹۹): ارګ پرون پنجنشبه له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره خپل ۲۱-کسیز مذاکراتي ټیم اعلان کړ، خو د ټیم ځینو غړو ویلي چې نومونه یې د دوی په ناخبرۍ کې لیست ته وراچول شوي او مشوره نه ده ورسره شوې.

د ارګ د مذاکراتي ټیم مشري د ملي امنیت مخکینی رییس، معصوم ستانکزی، کوي. د ټیم یاد لیست د وري په ۷مه د سولې د چارو لپاره د دولت وزارت خپور کړ.

په دې لیست کې ځینو شاملو کسانو رسنیو ته ویلي چې له دوی سره په دې اړه مشوره نه ده شوې، او نه هم له طالبانو سره د خبرو د اجنډا په اړه معلومات لري.

د ارګ د مرکچي ټیم یوه غړي، غلام فاروق مجروح، طلوع نیوز ته ویلي، ”زما نوم هم په هغه لیست کې و چې تېره شپه په رسنیو کې خپور شو. خو له ما سره د دواړو حکومتونو هیڅ کوم مرکزي شخص (غني او عبدالله) مشوره نه ده کړې، نو ځکه په دې ارتباط کافي معلومات نه لرم“.

بلخوا، بي بي سي فارسي هم خبر ورکړی چې په لیست کې دوو شاملو کسانو ورته ویلي چې له موضوع خبر نه دي او مشوره نه ده ورسره شوې.

د دې ترڅنګ، د اشرف غني رقیب او د ولسمشرۍ دعوه کوونکي عبدالله عبدالله بیا دا لیست رد کړی او وايي ”ټولشموله“ نه دی.

د ارګ یاد لیست په خواله رسنیو کې هم غبرګونونه راپارولي دي.

د سیاسي چارو کارپوه، وحید فقیري، پر خپل ټویټر اکاونټ دا ټیم ”محدود، ماشومانه او غرضي“ بللی، چې له معرفي کېدو سره سم یې ”مخالفتونه راپارولي دي“.

فقیري لیکلي چې د ټیم د مشر په حیث د معصوم ستانکزي انتخاب ”یو څرګند خصمانه عمل دی، ځکه هغه اکثرو افغانانو ته یو نامطلوب شخص دی. کله چې د ملي امنیت ریس و، له سیا [CIA] سره یې په ګډه زیات بېګناه خلګ قتل کړل. سوله د ملي او پاکو خلګو کار دی“.

د کابل پوهنتون استاد او شنونکي، فیض محمد ځلاند، بیا پر خپل فېسبوک لیکلي چې اشرف غني په دې سره سوله ”د توپک سالارو، نامعلومو او ماشومو کسانو پښو ته وغورځوله … او په دې ډول غواړي سوله جنجالي کړي“.

تر دې دمه طالبانو د ارګ د مذاکراتي ټیم د لیست په اړه غبرګون نه دی ښوولی. ټاکل شوې چې د مارچ په ۳۱مه د پنځو زرو طالب بندیانو د خلاصون د پروسې په پیل سره به بین الافغاني مذاکرات پیل شي، خو د ارګ په لیست کې شته ستونزې یې ښايي نور هم وځنډوي.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button