د ملي اردو 200 سرتیري د طالبانو له لوري محاصره دي

(عزم: دوشنبه، سنبله۱۶مه،۹۴ل)
  د هیواد په شمال کې د فارياب ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې طالبانو د دې ولایت مهمه ستراتيژیکه سیمه نیولې او د ملي اردو نږدې ۲۰۰عسکر يې محاصره کړي دي.
د دوی په خبره طالبانو تېره شپه وکولای شول چې د شاخ بازار په نامه سیمه ونیسي او په ګڼو عسکرو د محاصري کړۍ راتنګه کړي.
دوی وېره ښکاره کړې چې که مرکزي دولت يې غږ وانه وري، ښايي طالبان لا هم پرمختګ وکړي، چې بیا به يې پر وړاندې مقابله ستونزمنه وي.
په جګړه کې ښکېل د دوستم ملېشه او امنیتي ځواکونه وايي چې که يې مرسته ونه شي له دې بازار سره د قیصار او المار ولسوالیو سقوط تړلی دی.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې د دې سیمي مسوولیت د دوستم د ملېشو په غاړه و، چې څه موده وړاندې يې د خواجه کنتي، چهارشنبې بازار او استانه بابا د بېرته نیولو لپاره عملیات هم پیل کړل خو کومه پایله يې تر لاسه نه کړه.
ویل کېږي شاخ بازار یواځينی هاغه ځای و چې امنیتي ځواکونو ترې نورو سیمو ته خپلې اړیکي ټینګولی شوای.
تر اوسه طالبانو د دې سیمې د نیولو اړوند څه نه دي ويلي، خو د جګړې د میدان قومندانان په داسې حال کې د دوو ولسوالیو د سقوط وېره ښکاره کوي چې همدا سیمې څه موده وړاندې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم په مشرۍ د خونړيو عملیاتو شاهدانې وي .
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button