د طالبانو په مذاکراتي پلاوي کې ښځې ولې نشته؟!

 

لیکوال: خالد ځدراڼ

کله چې امریکایي یرغل پر افغانستان د خپلې بدبویې لمنې د غوړیدلو پریکړه وکړه او بهانه یې د شیخ اسامه نیول یا وژل وړاندې کړه د طالبانو مشر ملا محمد عمر ـ رحمه الله ـ د رسنیو سره بار، بار په خبرو کې ویل چې دا مسئله باید د خبرو له لارې حل شي او پرته له نظامي اړخه دلته له مرګ ژوبلې نور څه لاسته نه شو راوړلی، خو امریکا چې خپل پوځي ځواک ته دومره غره وه چې د لوی ملاصیب خبرو ته یې غوږ هم نه نیوو، سمدستي يې د افغانستان پر خاوره خپل توپونه او ټانګونه را وخېژول او دا پاکه خاوره یې اشغال کړه.

دغې خونړۍ جګړې کلونه ونیول، نه يوازې افغانان له وژلو، ربړولو، شکنجو او زندان ته اچولو سره مخ شول، امریکایي ځواکونو او د دوی همفکرو هم درانه تلپات ولیدل او ککرۍ یې د هېواد په دښتو کې ورکې شوې، ترڅو مندتو په څېر وراغړېدلې. بالاخره د افغان مظلوم ولس بې سارې سرښندنو امریکايي اشغالګر دې ته اړ کړل چې طالبانو سره د مذاکراتو مېز ته ټیټ سر ور وړاندې شي.

د طالب او امریکا تر منځ مستقیماً مذاکرات تقریبا ۱۸ میاشتې مخکې شروع شول چې د امریکایي پلاوي مشري د زلمي خلیلزاد او د طالب پلاوي مشري د ملا عبد الغني برادر پر غاړه وه، دغو مذاکراتو ۱۱ پړاونه درلودل چې په پای کې یې لیکل شوي توافقنامه لاسلیک او په توافقنامه کې امریکایي ځواکونه اړ کړل شوي دي چې اشغال ته به د پای ټکی ږدي.

راځو د طالب په پلاوي کې د ښځو نه شتون ته!

موږ که د طالبانو او امریکایانو تر منځ اتلس میاشتینۍ مذاکراتي جریان وګورو دا سوال به مو ډېر ژر حل شي، چې ولې د طالب په مذاکراتي پلاوي کې ښځې نشته؟

د طالبانو او امریکایانو د مذاکراتو له شروع څخه بیا تر پایه موږ هیڅ داسې ثبوت نه شو وړاندې کولی چې د طالبانو یو فرد او یا د دوی کومې ملاتړي ښځې له دې بریاليو مذاکراتو سره مخالفت ښودلی وي. نو چې تر دې وخته داسې څه مخته نه دي راغلي نو ببا ولې د طالب مذاکراتي پلاوی ښځو ته ضرورت ولري؟
بیا ولې طالب هغه افراد مذاکراتو کې داخل کړي چې خپل سیاسي مشرانو ته یې د خپل راتلوونکي پوره واک او صلاحیت ورکړی وي؟

د طالب پتمنې تورسري په خپل مسلمان او طالبي فکره پلارانو، خاوندانو او وروڼو پوره ډاډه دي چې د دوی په حق کې به هیڅ خیانت ونه کړي، هغه پتمنې خویندې خپل راتلوونکی د خپلو مشرانو په لاس کې د لمر په څېر په شعاء سمبال ویني. دغه پتمنې خویندې څه د کابل د ادارې د نرښځیانو په څېر نه دي چې په خپلو مشرانو دې بې باوره وي او د خپلو مشرانو هر قدم دې تعقیب کړي.

د طالب پتمنې خویندو اسلام په کامله معنی مطالعه کړی او دوی د اسلام په رڼا کې په خپلو مشرانو ډاډه دي چې د دوی راتلوونکی د دوی د دنیا او اخرت په ګټه دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button