اشرف غني د کابل ښاروال او د ملي امنیت رئیس وټاکل

عزم( چهارشنبه،۱۳وری ۱۳۹۹):که څه هم د حکومت د مشرتابه پر سر د ډاکټر غني او عبدالله لانجې نه دي ختمې شوې، خو اشرف غني په چټکۍ سره هڅې کوي، وار له مخه خپله کابینه بشپړه کړي.
تازه د ارګ خبرپاڼې خبر ورکړی چې د اشرف غني د فرمان پر اساس، محمد داوود سلطانزوی، چې د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د دولت جوړونکي ټیم ویاند وه، په خارج رتبه بست کې، د کابل د ښاروال په توګه ټاکل شوی دی.
سلطانزوی د ملي شورا پنځلسمه دوره کې په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو د استازي په توګه او په وروستیو کلونو کې یې د افغانستان د اشرف غني د ستر سلاکار په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

ارګ په یوه بله خبر پاڼه کې ویلي دي چې د جمهوررئیس د ۴۶ ګڼې حکم پر اساس، د ملي امنیت اوسنی سرپرست رئیس، احمد ضیا سراج د ملي امنیت عمومي ریاست د نوماند رئیس په توګه ټاکلی دی.
نوموړی به تر دې وروسته د باور رایې ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ورپیژندل کیږي.

ارګ تیره ورځ د مالیې وزارت لپاره د عبدالهادي ارغندیوال د ټاکلو حکم هم ورکړی وو او په نور ټیټ رتبه چارواکو کې هم د پام وړ ادلون بدلون راغلی دی.

سرچینې وایي، اشرف غني غواړي د بهرنیوچارو وزارت لپاره حنیف اتمر وټاکي او دغه راز نورې ګمارنې هم ورته د میز پر سر پرتې دي.

بل لورته تیره ورځ د احمدضیاءمسعود په مشري د ډاکټر عبدالله ټیم غړو غونډه کړې او د ملي دفاع وزارت ته یې له خپله لوري بسم الله محمدي خوښ کړی، همداراز یې ګواښ کړی چې په ټولو برخو کې به موازي کابینه جوړه او والیان به و ټاکي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button