موږ لکه تخم بیرته را زرغون شولو! د کندز غمیزه

لیکنه :ډاکټر حافظ عبدالسلام

نن د اپریل د میاشتې دویمه نېټه ده، له نن څخه دوه کاله وړاندې په همدې ورځ د کندز غمیزه را منځ ته شوه، لسګونه تنه د قران حافظان او عالمان شهیدان شول.

دا پېښه لومړۍ او وروستنۍ  نه وه، بلکې د مدارسو، مساجدو بمبار او د حافظانو، عالمانو، عامو مسلمانانو عام وژنه لا دوام لري.

کله چې صلیبي یرغلګرو پر ګران هېواد یرغل وکړ، لومړۍ ځل یې د روژې مبارکه میاشت په خوست ولایت کې د مټه چینه په نوم مسجد بمبار کړ، او لسګونه تنه یې د تراویحو د لمانځه پر مهال شهیدان کړل، که څه هم یاده پېښه غمجنه وه، خو په لمونځ کوونکو کې د اسلامي امارت مسلح مجاهدین موجود وو، چې د هغوی هدف هم د خپل رب لقاء او د  شهادت لوړ مقام ته رسېدل وو، خپل مرام ته ورسېدل.

خو د کندوز پېښه ځکه دردناکه وه چې دلته عام مسلمانان، کوچنيو ماشومانو او د قران دحافظانو د پګړۍ تړلو په محفل کې په شهادت و رسېدل.

د پیل څخه کفارو خپله دښمني د مساجدو، مدارسو او د مسلمانانو  مقدسو اماکنو سره څرګنده کړه، په ډول ډول نیرنګونو، چلونو یې ټول امکانات او مؤسیسې د اسلام دین د محوه کولو او په ټوله کې د مسلمانانو د فکري، دیني او عقیدوي مراکزو په اصطلاح مدارسو له منځه وړلو کې په کار واچول.

خو خبر نه وه چې دې هدف ته رسېدلو لپاره لا د وړاندې د کمونستانو ارمانونه تر خاورو لاندي شوي وو، په ټوله کې په مدارسو کې د قران کریم تفسیر، احادیث تدریس کیږي، او د قران کریم د ساتلو وعده الله جل جلاله کړېده، الله جل جلاله به یې ساتي، هېڅوک به دې هدف ته و نه رسیږي.

کفارو او اجیرانو مزدورانو یې کندوز کې مدرسه بمبارکړه، او حافظان یې شهیدان کړل فکر یې کاوو چې نور به څوک مدرسو ته زامن و نه لیږي، خلک به و ډار شي، خو خبر نه وو چې دا ملت پر اسلام سر ور کوي، خبره بیخي د دوی د محاسبې پر خلاف چپه را ووتله، همدا تېر یو کال په همدې ولایت کې (۲۵) دیني مدرسې او دارالحفاظونه ایجاد شوې، په (۶۷۵) حلقاتو، مدارسو او دارالحفاظونو کې (۴۳۰۰۰) تنه په دیني علومو او د قران کریم په زده کړو بوخت دي.

یو عجیب تصادف!

دوه کاله وړاندې په همدې ورځ د کندوز د حافظانو غمیزه را منځ ته شوې وه، تصادفا همدا نن ورځ د کندوز ولایت په چاردرې ولسوالۍ کې په دریو مدارسو کې ابوبکر صدیق رضی الله دارالحفاظ، حضرت عمر رضی الله دارالحفاظ او سراج العلوم دارالحفاظ کې لسګونه تنه حافظان فارغ شول.

نو! باید ووایو: هغوی غوښتل چې موږ تر ځمکې لاندي کړي خو، موږ لکه تخم بېرته را شنه سوو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button