سپيدار ماڼۍ: که د ټاکنو پایلې لغوه شي، ټولې ستونزې د حل وړ دي

عزم( شنبه،۱۶ وری ۱۳۹۹):په سپیدار ماڼۍ کې د کابل د ټول شموله حکومت مشرتابه وایي چې د اشرف غني له ډلې سره یواځې هغه مهاله توافق کولای شي، چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې لغوه اعلان شي.

د ټول شموله حکومت د مشر ډاکټر عبدالله ویاند فریدون خوځون طلوع نیوز ته ویلي، تر هغې چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې باطلې اعلان نه شي، هېواد کې به د یوه ټول ګډونه حکومت، د رامنځته کېدو د طرحې په اړه بحثونه بې پایلې وي.

خوځون ویلي:«لومړی باید د ټاکنو پایلې باطلې کړل شي. له هغې وروسته پر هغې طرحې چې زموږ او د مقابل لوري له خوا وړاندې کړل شوي دي باید بحث وشي، چې یوې هوکړې ته ورسېږو. تر هغې چې پایله لغوه نه شي هر ډول بحث پایلې ته نه رسېږي.»

بلخوا نن یوځل بیا حامد کرزي، استاد سیاف، کریم خلیلي او یونس قانوني له ډاکټر عبدالله سره لیدلي او د اشرف غني لخوا وړاندې شوې طرحه یې ورته وړاندې کړې ده.
د عبدالله د ټیم سرچېنې وایي، نن برخه ټاکونکې ورځ ده او هڅه کوي د ټولشموله حکومت لخوا د کابینې او والیانو د ټاکلو اعلان ۄﺷي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button