امریکا د المان د پولیسو ۲۰۰ زره تنفسي ماسکونه غلا کړي

عزم(شنبه، ۱۶ وری ۱۳۹۹): المان وایي امریکا د دوی ۲۰۰زره تنفسي ان ۹۵ هغه ماسکونه غلا کړي چې دوی یوه ټایلنډي شرکت ته د جوړولو سپارښتنه کړې وه.

دغه خبر د المان د برلین پولیسو کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه ماسکونه تر جوړېدو وروسته د المان په لور لېږدول کېدل چې د ټرمپ په سپارښتنه د امریکايي ځواکونو له لوري بېړۍ درول شوې او ماسکونه امریکا ته وړل شوي دي.
پولیسو دا نوې او ماډرنه غلا بللې چې زرګونه ماسکونه یې له ځان سره وړي دي.

الماني چارواکو په دې اړه د قانوني اقداماتو غوښتنه کړې، خو د امریکا ولسمشر ټرمپ بیا دا خپل حق بللی او ویلي یې دي چې دوی د خپلو قوانینو له مخې په کړکېچن وضعیت کې د ورته اقداماتو واک لري.

ټرمپ ویلي دمګړی یې دغو توکو ته شدیده اړتیا لرله چې له همدې امله یې دا کار کړی دی.

تر دې وړاندې هم داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې ځینو هیوادونو د نورو هیوادو په ماسکونو قبضه لګولې او په لاره کې یې تاو کړي وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button