ایټالیا او بریتانیا کې د کرونا ویروس له امله سلګونه نور کسان وژل شوي

عزم (دوشنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې ایټالیا او بریتانیا هیوادونو کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمیر نور هم لوړ شوی دی.

رویټرز د دغه هیواد د چارواکو له قوله ویلي، تیرو څلورویشتو ساعتونو کې شاوخوا ۶۳۶ ایټالویان کرونا وژلي او ۳۵۹۹تنه نور پرې تازه اخته شوي دي.
تر اوسه په دغه هیواد کې شاوخوا ۱۶۵۲۳کسان ددغې ناروغي له امله وژل شوي او ۱۳۲۵۴۷تنه نور پرې اخته شوي دي.
بریتانیا بیا ویلي چې له تیرې ورځې راهیسې یې هیواد کې ۴۳۹کسان کرونا وژلي او ۵۳۷۵تنه نور پرې اخته شوي دي.

آخوا بیا ترکیې وایي، تیرو ۲۴ساعتونو کې یې هیواد کې ۷۵کسان د کرونا له امله وژل شوي او ۳۱۴۸تنه نور پرې اخته شوي؛ چې له دې سره د اخته کسانو ټولیز شمیر ۳۰۲۱۷تنو او د وژل شویو بیا، ۶۴۹کسانو ته رسیدلی دی..
د امریکا متحده آیالاتو د کرونا شمیرنې مرکز جان هاپکنیز پوهنتون ویلي، امریکا کې د کرونا له امله د وژل شویو کسانو شمیر تر ۱۰زرو کسانو پورته شوی دی…

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button