حامد کرزی: حکومت دې د ملکیانو د وژلو پر ځای د سولې چارې ګړندۍ کړي

عزم(سه‌شنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۹ل): مخکېني ولسمشر حامد کرزي په روزګان، بغلان او بلخ ولایتونو کې د حکومت له لوري د ملکي وګړو وژل په کلکه غندلي دي او دغه ډول بریدونه یې بشري ضد جنایت او د سولې خلاف بللي دي.

د کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، «د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالي او د بغلان ولایت په چشمه شیر سیمه کې هوایي بریدونه چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي په کلکو ټکو غندي او دغه بریدونه بشري ضد جنایت او د سولې خلاف عمل بولي.»

په خبرپاڼه کې پر حکومت غږ شوی، چې جګړه او هوايي بمباري دې ودروي او په هېواد کې دې د سولې لپاره چټک ګامونه واخلي؛ ځکه سوله د هر افغان هیله ده.«حامد کرزی د سولې د مذاکراتو پر ژر تر ژره پیل ټینګار کوي او په جګړه کې له ښکېلو غاړو غواړي چې تشدد او تاوتریخوالي ته د لمن وهلو پر ځای دې په هېواد کې د دایمي سولې او امنیت د ټینګښت لپاره، چې د هر افغان هیله ده، جدي او اغېزمن ګامونه اوچت کړي.»

پرون افغان عسکرو په بغلان، بلخ او روزګان ولایتونو کې د ملکي خلکو پر کورونو هوايي بریدونه کړي وو، چې ګڼ ملکي کسان پکې ووژل شول او ځینې ټپیان شول.

طالبانو له تېرو څو میاشتو راهیسې په لویو ښارونو کې خپل بریدونه کم کړي دي؛ خو د حکومت عسکرو له‌خوا بیا د ملکي وګړو په مرګ‌ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button