د څرخي پله زرګونه زندانیانو د نه خوړو اعتصاب کړی

پلازمینه کابل کي د څرخي پله زندان لږ تر لږه دیارلس زره زندانیانو نن دوهمه ورځ ده چې د نه خوړو په اعتصاب لاس پوري کړی دی .
زندانيان وايي، د څرخي پله زندان اصلاً د څلور زرو بندیانو د ساتلو لپاره جوړشوی او معیار دی او تر دې زیات د بندیانو د ستونځواو ناروغیو لامل ګرځي خواوس د څلور زرو پر ځای له لس زرو زيات بنديان د دغه زندان په بلاکونو کې ساتل کيږي او که د زندانيانو وضعيت ته جدي پاملرنه ونه شي، ټول زندانيان به د کرونا ویروس له امله له سخت بشري ناورین سره مخ شي.
له څرخي پله زندان څخه رسنيو ته په لېږل شوې اعلاميه کې ويل شوي، د څرخي پله محبس مسؤولينو یوه نیمه میاشت د کرونا ناروغۍ په پلمه زندان ته د پایوازانو د راتګ مخنيوی کړی، په داسې حال کې، چې د زندان ګڼ شمېر مسؤولين هره ورځ خپلو کورونو ته ځي، هلته له هر چا سره ليده کاته کوي او له هر ډول معاينې پرته بېرته محبس ته راځي.
همداراز اعلامیه کې زیاته شوې، د پایوازانو د نه راتګ له امله دوی له ګڼو صحي او خوراکي ستونزو سره مخ دي؛ ځکه چې د محبس خواړه د خوارک لپاره مناسب نه دي او دوی مجبور دي چي يو ځل بيا يې په مناسبه توګه ځانته پاخه کړي او همدارازله دوی سره جیب خرڅونه هم ختم شوي دي اوپه زندان کې دوکانداران هم نور سوداوې نه ورکوي او نه يې په توان پوره ده.
زندانيانو غوښتنه کړې، چې د محبس په دروازه کې دې طبي وسائل ولګول شي، تر څو هر راتلونکی نفر له طبي اصولو سره سم معاينه شي، چې ورسره به يوه لور ته زندان ته د کرونا په څېر د مزمنو ناروغيو مخنیوی وشي او بل لور ته به د بنديانو د پایوازانو د راتګ لپاره زمينه برابره شي.
اعلامیه زیاتوي “هغه مستحق بندیان چي فرمانونه ورته لګیدلي دي خو لایې تر اوسه هم د خلاصېدو چاري نه دي پیل شوي ژر تر ژره باید دا پروسه پیل شي اود بندیانو له یوه بلاک څخه بل بلاک ته دي هم د بندیانو انتقال ودریږي ځکه بندیان اوس په هغه ځاینو کې چې اوس اوسیږي عادت شوي او نه غواړي بل بلاک ته انتقال شي او تازه د نوي امنیتي قمندان له راتګ سره هم له ګڼو ستونځوسره مخ شوي چې یو زموږ د علماء کرامو توهین کوي او تعصب ته لمن وهي او د بندیانو په صنفونو باندي تقسیم هم په بندیانو کې د لوی اختلاف او مشکل لامل ګرزیدلی دی”
زندانيان وايي، د زندان په بلاکونو کې د پاکوالي نظام نشته او اوس دستي اړتیا ده چې په ټول زندان کې دوا وپاشل شي ترڅو د نظافت په مراعت کولو سره د راتلونکو ناروغیو مخنیوی وشي
زندانيان زیاتوي ، که د دوی غوښتنې ونه منل شي، ښايي د ساري ناروغيو له امله هره ورځ له زندانه د لسګونو بنديانو جنازې وويستل شي او داسې بشري ناورين به رامنځته شي، چې بیا به يې کنټرول ناشونی وي او دوی به اړ وي، چې په دفاعي شورشونو او اعتصابونولاس پورې کړي او تر څو چې دوی غوښتني ونه منل شي تر هغو به یې اعتصاب دوام لري .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button