بلخ کې لسګونه دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

 

عزم (چهارشنبه، ۲۰وری، ۱۳۹۹):طالبان وایي چې د بلخ ولایت په څو ولسوالیو کې په لسګونو دولتي سرتیري له خپلو دندو لاس په سر او دوی ته یې پناه وروړې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، «د بلخ ولایت د چمتال، چهاربولک، زارع، شولګر، خاص بلخ او کشنده ولسوالیو په مربوطاتو کې د کابل ادارې ۳۷ تنه عسکر او پولیس د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر او مجاهدینو ته راغلل.»
مجاهد زیاته کړې ده چې تسلیم شویو عسکرو ته د دوی اړوند د جلب و جذب مسئولینو تود هرکلی ویلی او هغوی یې عادي ژوند ته سوق کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې طالبانو ته د ورتلونکو افغان سرتیرو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې د شنونکو په باور طالبانو اوس په ټولو ولایاتو کې د دولت په مهمو امنیتي هستو کې د نفوذ په مټ پراخ باور پیدا کړی او مخالفین یې اوس ورځ تر بلې خپلو مشرانو ته د وفاداري پرځای، طالبانو ته د تسلیمیدو هڅې کوي .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button