د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده

عزم(پنج‌شنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۹ل): د سالنګو د ساتنې او څارنې اداره وايي، د سالنګ لویه لاره له غره د ډبرو د رالوېدو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د یادې ادارې مشر محمد ضمیر عمرخېل وايي، تېره شپه د سالنګ لویې د هیجان په سیمه کې له غره ډبرې راوښویېدې، چې له امله یې دوه موټرونه ویجاړ شوي او یو موټر چلوونکی ټپی شوی دی.

د عمرخېل په خبره، له غره د نورو ډبرو د راښویېدو، د واورې د ورېدو او د توپانونو د خطر او د مسافرو د خوندیتوب لپاره یې دغه لویه لاره د ترافیکو پرمخ د نامعلومې نېټې پورې تړلې ده.

دی وايي، له غره غټې ډبرې راوښویېدلي او د ډبرو د لرې کولو لپاره ځانګړو عملیاتو ته اړتیا ده او کېدای شي د چاودېدونکو توکو په وسیله ځینو ډبرو ته چاودنې ورکړي؛ خو ورسره د برېښنا ستنې هم زیانمنېږي.

د سالنګ لویه لاره ډېری وخت د ژمي په موسم کې د ترافیکو پرمخ تړل کېږي؛ خو په روان کال کې دا لومړی ځل دی، چې دغه لاره د ترافکیو پرمخ تړل کېږي.

سالنګ شمالي افغانستان له مرکزي افغانستان سره نښلوي او هره ورځ پرې سلګونه موټرې او مسافر تګ راتګ کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button