د هند او پاکستان ترمنځ پوله کې جګړه شوې، ۳ تنه وژل شوي دي

عزم(دوشنبه، ۲۵ وری ۱۳۹۹): تیر ماښام د هند او پاکستان ترمنځ پرته پوله باندې جګړه شوې او د توپونو ډزې شوي، چې له امله یې درې تنه وژل شوي دي.

د روسیې خبري اژانس الیوم خبر ورکړی چې دواړو لوریو د کشیر په لانجمنه پوله باندې د لانجمن کشمیر په سر جګړه کړې ده.

د کشمیر د پولیسو مشر فیجای کوما ویلي چې پاکستاني ځواکونو سرحدي پولې ته څیرمه سیمه کې ۳ تنه ملکي وګړي وژلي، یوه ښځه او یو ماشوم پکې ټپیان شوي دي.

بل لور ته د پاکستان د پوځ د عمومي روابطو مشر بابر افتخار ویلي چې د هندي ځواکونو په ډزو کې ۲ تنه پاکستانیان ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې له تیرو ۲ ورځو راهیسې د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وخت ناوخت جګړې رامنځته کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button