عسکره پر ځان رحم وکړه!

 

لیکوال: خالد ځدراڼ
عسکره یوه لحظه سر په زنګون کېږده او سوچ وکړه چې د امریکایي اشغال له پیله چې تا دا ټوپک اوږو ته کړی، د وطن د دفاع په نامه جنګیږې، ورځ او شپه دې امریکایي زغره پر سینه تړلې وي، له ځانه وپوښته چې د وطن دفاع له چا نه او د څه لپاره کوې؟؟

د وطن پر مور خاوره دې څوک په شنه زور پراته دي؟
په ګران وطن کې دې د پتمنو خویندو او میندو په عزتونو چا لوبې وکړې؟

دلته نه پنجابى شته؛ نه ایرانی!

ستا پر مور خاوره دې امریکایي اشغالګرو اتلس کاله اشغال کړی، دلته یې د یوې میاشتې په ترڅ کې زرګونه بمونه اورولي، د مسلمانانو او افغانانو ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړي، د وطن هر بچى یې په سرو سترګو ژړولی، د وطن په ګلدارو یې اورونه لګولي.

ایا تا کله دا سوچ کړئ چې دلته د دربدرۍ جرړه امریکایي اشغالګرو جوړه کړې؟
ایا تا کله دا سوچ کړی چې تل یې خپل افغانان درباندې د پنجاپ، ایران او روسي جنرلانو تر نامه لاندې وژلي؟

په دې هم سوچ وکړه او بیا له ځانه سره قضاوت وکړه چې له کومې ورځې تا په امریکایي زغره، دریشي خپل تن پوښلی او تر دې دمه تا کوم پنجابى وژلی؟ چې ځواب دې نه وي، نو بیا ولې خپلې دې ناروا جګړې ته د مشروعیت دلیلونه تراشې؟
بیا ولې دا سوچ نه کوې چې ما د پنجاپ تر نامه لاندې خپل افغانان وروڼه ولې ووژل، وربړول او ولې مې زندان ته واچول؟؟

عسکره وروره!

تا د هغو ملګرو د کورنۍ حال ولیدو چې ستا سره په څنګ کې د افغانانو په خلاف ووژل شول؟ ایا تا هغه د سیګار راپور ولیدو چې ستا قومندانانو د دوی د کونډو سره څه کړل؟؟

ښا چې هغه دې هم لیدلي وي، نو سبا ستا د پوستې قومندان هم ستا ددې پتمنې، کور کې درته د ناستې ښځې سره هم همدا عمل کوي، کوم عمل یې چې ستا په څنګ او سنګر کې درسره د وژل شوي عسکر له کونډې سره وکړ.

نو لهذا پر ځان رحم وکړه، پر کورنۍ رحم وکړه د طالبانو د مشر د بخښنې/عفوې پېغام د ځان په ګټه استعمال کړه(!) لاړ شۀ د خپل ولایت د خپلې ولسوالۍ د طالبانو سره رابطه ټینګه کړه او په زغرده ورته ووایه چې نور د دې بدمخو اشغالګرو په لاره قدم نه ږدم، نور د دوی په ډالرو نه غولیږم او ځان حق ته وسپاره.
درناوی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button