طالبان: ولسونه دې خپله لاسونه سره ورکړي، د حکومت د’څلورنیم کیلو’ غنمو په تمه دې نه کیني

عزم (یکشنبه، ۳۱وری، ۱۳۹۹):په داسې حال کې چې د کرونا د ناروغۍ له امله د هیواد ټول ښارونه تړل شوي، کارځایونه، حمل و نقل او نور اقتصادي فعالیتونه په ټپه دریدلي ورسره د اکثریت ښاریانو د روزمره ګټې او رزق موندلو مدرکونه هم معطل شوي او د توکو دنه شتون بحران ته یې لاره هواره کړې؛ طالبانو تازه په خپله اونیزه سرمقاله کې د کرونا له امله په هیواد کې د رامنځته شوي سخت اضطراري وضعیت ته کتنه کړې او پر ولسونو یې غږ کړی جې د نادارو، او بې وسو هیوادوالو مرستو ته دې ور ودانګي.

طالبانو ویلي دي چې هر توان لرونکی باید په خپل مسجد، کلي او یا د ښار په محل کې د خیریه مرستو او محتاجو خلکو سره د کومک اقدام وکړي، تر څو کوم مسلمان ورور د خوراکي موادو د کمښت له امله ونه ځوریږي«دا چې د روژې مبارکه میاشت را رسیدلې، د عباداتو او صدقاتو دا میاشت موږ ته نور هم د ورورولۍ، همدلۍ او خواخوږۍ پیغام راکوي نو ځکه باید د خپل ګاونډ بې وسه خلک هېر نه کړو»

سرمقاله کې پر هیوادوالو دغه راز غږ شوی چې« په دې اضطراري حالاتو کې دې د دروغجنو او فاسدو چارواکو په تبلیغاتو غلط نه شي او نه دې هم د هغوی د څلور نیم کیلو غنمو د مرستې په تمه کیني. فاسد چارواکي چې د ملت د رګونو وینې زبیښي هغه احساس او عاطفه نه لري چې د نادارو افغانانو درد ورباندې حس کړي.»

طالبان وایي چې په وروستیو اتلسو کلونو کې د “نا اهله حاکمانو” لخوا د غصب، احتکار، سود او نورو اقتصادي فسادونو په پایله کې د افغانستان د ښارونو اوسیدونکي په دوو طبقو ویشل شوي، یو کم اقلیت یې چې حکومتي واک او اقتصادي منابع په لاس کې لري، د میلیونونو ډالرو په حساب پانګې لري او لا هم د ناروا استثمار او حرامخورۍ په توسط خپلې پانګې ډیروي او په بهر کې بانکي حسابونو ته یې لیږي. خو بالمقابل د ښاري هیوادوالو مطلق اکثریت یې غریبان او کم وسه دي چې د ورځنۍ ګټې او مزدورۍ په مټ د ژوند ارابه اړوي.

طالبان وایي چې که ولسونه په دې امتحاني حالاتو کې د اسلام په زرینو لارښوونو عمل وکړي، د ګاونډیانو، بې وسو، فقیرانو، ناروغانو او نورو عامو مسلمانانو حقوق پر ځای او هر مسلمان له نورو سره د احسان او صله رحمۍ فریضه عملي کړي. نو په وینا یې چې بې له شکه به زموږ مؤمن ولس له دې آزمون څخه بریالی راووځي. ځکه د اسلامي لارښوونو په تعمیل سره د الله تعالی برکات رانازلیږي، الله تعالی د مؤمنانو نصرت کوي او ابتلاء آسانیږي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button