د کورونا تشخیصیه وسایل هم د زورورو لاس ته پرېوتل

محمد نسیم برلاس

د وروستیو راپورونو له مخې، په بلخ او هرات کې د کورونا ویروس د تشخیص مرکزونو د وسایلو د نه شتون له امله خپل فعالیت درولی دی. هرات هغه ولایت دی چیرې چې د هېواد د نورو ولایتونو په نسبت د کوویډ-۱۹ زیاتې پيښې ثبت شوې، او له همدې امله د افغانستان ووهان هم بلل کیږي.

د اپرېل تر ۱۹مې په ټول افغانستان کې د کورونا ویروس ۹۹۶ پيښې ثبت شوې، چې له ډلې یې ۳۲۸ یوازې په هرات کې دي. دا یقیني ده چې په افغانستان کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ثبت شویو مواردو ډېر دی، خو په ویروس د اخته کسانو معلومول یوازې د ټیسټونو په وسیله امکان لري. د دې لپاره چې د ټيسټونو پروسه ګړندۍ شي او په نتیجه کې یې په کوویډ-۱۹ اخته کسان ژر تشخیص شي، نو اړینه ده چې یوازې هغه کسان معاینه شي چې یقیني په ویروس د اخته کېدو نښې ولري.

په افغانستان کې د کورونا ویروس د تشخیص اووه مرکزونه دي. اوس یې دوو فعالیت درولی؛ پر پاتې پنځو باندې هم زیات ازدحام جوړ دی او د یوې ازموینې د پایلو راوتل هم څو ورځې نیسي. خو دا ستونزې یوازې عامو افغانانو ته دي.

په هرات او بلخ کې د ټیسټونو لپاره د اړینو وسایلو د کمبود یو لامل دا دی چې په کابل او نورو سیمو کې دولتي چارواکو، د هغوی کورنیو او نورو زورواکانو د ټیسټونو په وسایلو قبضه کړې، او د واسطو له لارې خپل ځانونه، افراد او کورنۍ پرې ګوري.

تازه ویل کیږي چې ارګ روغتیا وزارت ته فرمان ورکړی چې د مشرانو جرګې د رییس د ټولې کورنۍ ټیسټونه دې وشي. د ښاغلي د کورنۍ نوبت به تر هغه وروسته وي چې په کابل کې د لوړپوړو چارواکو محافظین، افراد او نور خپلوان تشخیص کړل شي.

په داسې حساس وخت کې چې نړۍ پخپله په ځان پورې حیرانه ده، باید شته وسایل په خپل ځای وکارول شي. خو له بده مرغه، افغانستان له هر لورې د لېوانو په لاس کې دی – داسې لېوان چې په غم او ښادۍ دواړو کې د ځان په غم کې وي، او د ولس د حق خوړلو هیڅ موقع له لاسه نه ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: