د ملت ځپلو ته د کرونا او فاسدو چارواکو اشر

قاري حبیب

بده ورځ او اضطراري حالات کله کله راځي، په کلي او محله کې چې کله د ابتلاء او ماتم ورځ راشي، خلک پخوانۍ کینې او دښمنۍ هیرې کړي او یو بل ته د همکارۍ لاس ورکوي. توان لرونکي خلک د بې وسو لاسنیوی کوي او په ګډه له اضطراري مرحلې د تېریدو هڅه کوي.

انساني اخلاق او اسلامي لارښوونې هم د همدې هدایت کوي. چې په سخته ورځ باید حاکمان او چارواکي له خپل ولس سره د رحم، لورېینې او عاطفې معامله وکړي. خپل ډوډۍ باید له غریبانو سره نیمه کړي تر څو غریب خلک ډیر ونه ځوریږي.

په مشهور کتاب طبقات ابن سعد کې روایت دی چې یو وخت د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په زمانه کې وچکالي راغله، خلک یې وځپل او خوراکي مواد کم شول. د مسلمانانو حاکم عمر فاروق رضی الله عنه د دې لپاره چې د ناتوانه مسلمانانو مرستې ته پیسې وسپمول شي. د خپل ځان او کورنۍ مصارف یې کم کړل. تر دې چې په خپل ځان او خپله کورنۍ یې د غوښې او غوړیو د خوړلو بندیز ولګاوه. د مسلمانانو حاکم به بې غوړو یا سپور خوراک کاوه، کله به یې چې غوړ خوراک ته زړه وشو، نو خپل نس به یې مخاطب کړ او ورته وبه یې ویل: تر څو چې وچکالي نه وي ختمه شوې او مسلمانان له دې کړاوه نه وي خلاص، همدا حال به دې وي.

دا د یوې مؤمنې ټولنې او اسلامي هیواد مثالي انځور دی، چې په سخته ورځ باید حاکمان او چارواکي له خپل ولس سره څرنګه چلند وکړي.

اوس راشئ د اشرف غني په مشرۍ هغو چارواکو ته چې ځانونه د اسلامي افغانستان اولوالامر ګڼي او کله کله خو حتی له امریکایي سټیج او مایک څخه د عمري عدالت دعوه هم پورته کړي. همدا نن سبا په افغانستان آفت راغلی، د کرونا په نوم وبایي ناروغي د خپرېدو په حال کې ده. د ناروغۍ ځاني زیان پر خپل ځای، خو دا چې بازارونه بند شوي خلک یې له ډیر ستر اقتصادي بحران سره مخامخ کړي. فقر او بې کاري اوج ته رسیدلې او د خوراکي مواد کمبود بې ساری دی.

دې اضطراري حالت ایجابوله چې د حکومتدارۍ مدعیان باید په خپلو لوړو مصارفو کې یو څه کمی راولي. د لوړو معاشاتو، قیمت بها موټرو، رنګارنګ خوراکونه او نورو بې ځایه مصارفو کلتور د یو څه وخت لپاره معطل کړي او له دې درکه سپمول شوې پیسې کرونا ځپلو هیوادوالو ته د مرستې په حیث وروویشي.

مګر  دا چې( آموخته خور بلا خور وي) په غلا او لوټماریو روږدي چارواکي د ابتلاء او اضطرار په دې مرحله کې نور هم خونړي شوي، تر دې چې د کرونا ځپلو هیوادوالو په نوم د مرستې راغلې پیسې هم په مختلفو طریقو غلا کوي او شخصي جیبونو ته یې اچوي.

همدا اوس تازه یو سند رسنیز شوی، چې په بلخ ولایت کې د کرونا ځپلو د قرنطین مرکز ته د اجناسو د اخیستلو په معامله کې د لوی غبن او اختلاس حقیقت افشاء کوي. د افشاء شوي سند له مخې دې مرکز ته د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو لخوا یو د چایو ترموز په پنځه زره افغانۍ، یوه توشک په څلور نیم زره افغانۍ، یو بالښت  په اته سوه افغانۍ، یوه کمبله په ۱۲۸۰ افغانۍ او  یو چپرکټ په دوه دیرش زره افغانۍ اخیستل شوي دي. دا لوړ او زړه ته نه لویدونکي ارقام ښيي چې په دې سودا کې له عادي قیمت اضافه ټولې پیسې شخصي جیبونو ته تللي دي.

دا فقط یوه بیلګه ده، له دې علاوه د چارواکو اکثره معاملې همداسې له اختلاس او فساد ډکې دي. روان حالت ته په پام سره ویلی شو چې کرونا او فاسد چارواکي د قچي دوه تیغونه دي چې په ګډه د ولس رګونه پریکوي. که کرونا یې ځان ته خطر دی، چارواکي یې مال ته غله دي او هڅه کوي د ولس په نوم د خیریه ټولنو مرستې هم غلا کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button