اوقافو وزارت: هغوی چې عمرونه یې لوړ دي، روژه دې نه نیسي

عزم (دوشنبه، ۲غویي، ۱۳۹۹):په داسې حال کې چې په هیواد کې د کرونا ناروغي له امله پر جوماتونو او مدرسو سربیره ټول تعلیمي مراکز تړل شوي، تازه د حج او اوقافو وزارت په یوه فتوا کې حکم کړی چې خلک دې خپل عبادتونه په کورونو کې ترسره او جوماتونو ته دې له تګ څخه ډډه وکړي.

د حج او اوقافو سرپرست وزیر عبدالحیکم منیب نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، هغه کسان چې عمرونه‌یې ډېر دي او ناروغۍ لري د روژې په میاشت کې کولای شي روژه ونه‌نیسي، نوموړي د خپلې دې فتوا لپاره په ظاهره کوم دلیل وړاندې نه کړ، خو ویې ویل، هرکله چې وضعیت عادي شو بیا دې د خپلو روژو قضا را وګرځوي.
د حج او اوقافو وزارت داسې مهال دا فتوا صادروي چې په ټول هیواد کې یې د جمعې پر لمونځونو، د جنازې او فاتحې مراسمو ته د خلکو پر راغونډیدو او نورو تجمعاتو بندیز لګولی دی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: