طالبان: بدخشان ولایت او ټول هیواد کې د داعش په نوم کومه ځاله نه ده پاتې

عزم (چهارشنبه، ۳غویي، ۱۳۹۹):طالبانو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د بدخشان په ولایت کې داعش وسلواله ډله د بیا راپورته کیدو هڅه کوي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه خبر ورکړی چې«په بدخشان ولایت کې د داعشيانو او نورو بهرنیو اتباعو په اړه د ځینو رسنیو راپور حقیقت نه لري.»
تیره ورځ د یک، آریانا نیوز تلویزیونونو او ځینو نورو دولت پلوه رسنیو لخوا د بدخشان د سیمیزو چارواکو په استناد خبر ورکړل شو، چې ګواکې داعش ډله له القاعده وسلوالې ډلې سره په همغږي هڅه کوي تر څو یوځل بیا د هیواد په شمال کې سر راپورته او خپلو موخو ته ځان ورسوي.
سیمیزو چارواکو ویلي وه چې دغه وسلوال کسان بهرنیان دي او هغوی چې د جګړې په ډګر کې موندل شوي له ځانه سره په زرګونو ډالر بودیجه درلودله.

خو طالب ویاند بیا ویلي چې«ځينې جهتونه غواړي له دا ډول موضوعاتو څخه د پروپاګند په ډول استفاده وکړي، اوبه خړې او ماهیان په کې ونیسي. »

مجاهد تینګار کړی دی چې اوسمهال په بدخشان ولایت او ټول هیواد کې د داعش په نوم کومه ځاله نه ده پاتې.
د یادونې وړ ده چې داعش وسلواله ډله چې د نامعلومو الوتکو په مټ یې ملاتړ کیده، تیرکال په جوزجان، فاریاب ولایتونو کې تر ځپل کیدو وروسته یې سږکال د هیواد په ختیځو ولایتونو کې هم بشپړ ټغر د طالبانو لخوا ورټول شو.

د چارو څارونکي وایي، که څه هم حکومتي چارواکو د څو مرموزو بریدونو په ترسره کولو او د داعش لخوا د پړې منلو سره هڅه وکړه تر څو دغې ډلې ته، دنوک ځای پیدا کړي، خو د طالبانو د پراخ پوښښ له امله یې لا هم دې هڅو رنګ نه دی راوړی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button