زابل کې هوايي بریدونو د جومات په شمول د ولسي خلکو ملکیتونه وران کړي

عزم (یکشنبه، ۰۷ غویی، ۱۳۹۹): د شنبې په ورځ د زابل په دوو ولسوالیو کې د ولسي خلکو پر ملکیتونو او یوه جومات باندې د ګډو ځواکونو الوتکو بمبار کړی دی.

د راپورونو له مخې، الوتکو د ارغنداب ولسوالۍ په حاجي عبدالمنان کلي کې یو خالي سرای او ورڅېرمه جومات بمبار کړل، او دواړه یې وران کړل.

د شاجوی ولسوالۍ په سلطان شاه کلا کلي کې بیا د ولسي خلکو د پټیو پر باوړۍ باندې بمبار شوی، او پرتې شمسیانې یې ټولې ماتې کړې دي.

په دواړو پېښو کې ملکي وګړو ته د تلفاتو اوښتو راپورونه نه دي ترلاسه شوي.

د شنبې په ورځ، د غور د شهرک ولسوالۍ په کمنج سیمه کې د ولسي خلکو پر دوو موټرونو باندې د ډرون برید راپورونه هم ترلاسه شوي، خو له امله یې رامنځته شوي تلفات دقیقًا معلوم نه دي.

د کابل حکومت او امریکايي ځواکونو له هوکړې سره سره په داسې حال کې په غیرجنګي سیمو کې خپلو هوايي او ځمکنیو عملیاتو ته دوام ورکړی چې طالبانو تکرارًا دا د کب د ۱۰مې له هوکړې سرغړاوی بللی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button