طالبانو د ملکیانو د وژنې په تړاو د ملي امنیت شورا تورونه رد کړل

عزم (یکشنبه،۷غویی، ۱۳۹۹):طالب ویاند د امنیت شورا هغو تورونو ته غبرګون ښوودلی چې ګواکې طالبانو له امریکا سره د توافقنامې تر لاسلیک وروسته په بیلابیلو بریدونو کې شاوخوا (۷۸۹) ملکي خلک شهیدان کړي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دا ادعا “تش پروپاګند ده” او په خبره یې چې «ملکي خلک همیشه د کابل ادارې د الوتکو او ړندو توغندیو له امله شهیدانیږي. »
مجاهد ټینګار کړی چې دوی یواځې په هغه ځای کې جګړه کوي چې ورته اړ شي.
#غبرګون:
د کابل ادارې د امنیت شورا دا ادعا چې له توافقنامې وروسته د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا په بریدونو کې (۷۸۹) ملکي خلکوته تلفات اوښتي تش پروپاګند ده.
ملکي خلک همیشه د کابل ادارې د الوتکو او ړندو توغندویو له امله تلف کیږي.
زموږ مجاهدین په هغه ځای کې جګړه کوي چې ورته اړ شي.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) April 25, 2020
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل تیره ورځ یوې خبري ناستې ته دغه راز وویل چې یواځې تېره اوونۍ د افغانستان د امنیتي ځواکونو له لوري ۳۰۹ طالبان وژل شوي او ۲۱۰ نور ټپیان دي؛ چې د تړون له لاسلیک وروسته د هغوی “طالبانو”د ټولو تلفاتو شمیر ۲۷۳۷تنو ته رسیږي.
که څه هم نوموړي په خورا افتخارانه توګه طالبانو ته د مرګ ژوبلې د ور اوښتو ادعا وکړه، خو ورسره یې یوځل بیا طالبان تورن کړل چې ملکي اهداف په نښه کوي او د روانې جګړې اصلي لامل همدوی دي.
نوموړي زیاته کړه، طالبانو په تیرو دریو میاشتو کې ۲۸۰۴بریدونه ترسره کړي چې په ورځنۍ توګه ۵۵ حملې کیږي.
د طالبانو او امریکا ترمنځ د توافقنامې له مخې باید د دواړو لوریو دبندیانو له خوشې کولو وروسته د تیرکال د کب پر شلمه نیټه بین الافغاني مذاکرات پیل شوي وای، خو د کابل حکومت د پرلپسې خنډونو اچولو او د امریکایانو او کابل حکومت لخوا د بندیانو د نه خوشې کیدو په مخ کې مشکلاتو جوړولو له امله دا پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ شوې، چې لا یې هم برخلیک څرګند نه دی